ترکيه سوريې ته پلی ځواک نه لېږي
۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبهد ترکيې لومړي وزير داود اغلو له «حريت» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي هيواد ئې د «اسلامي دولت» (داعش) پر ضد جگړه کي سوريې ته پلی ځواک نه لېږي.
هغه ويلي دي چي انقره او واشنگټن دې موافقې ته رسېدلي دي چي ترکيه په سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي سره د مبارزې په برخه کي د اسد د مخالفانو هوايي ملاتړ وکړي.
حريت ورځپاڼي د اغلو په حواله ليکلي دي: «د سوريې په کردستان کي د ديموکراتيک اتحاد گوند چي د ترکيې د کردانو له کارگر گوند سره اړيکي لري په دې شرط چي د ترکیې پر ضد عمل ونه کړي، او له بشارالاسد رژيم سره خپلي همکارۍ پرېږدي، کولای سي چي په سوريه کي ځای پيدا کړې.»
د پ ک ک پر مرچلونو يرغل
ترکيه اوس د افراطي ډلي «اسلامي دولت» او دغه راز د کردستان د کارگر گوند له موضوع سره لاس او گريوان ده.
د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جولای ۲۷) ويلي دي چي د ترکيې جنگي الوتکو د عراق په شمال کي د کردستان د کارگر گوند پر مرچلو باندي هوايي يرغلونه کړي دي. دغه يرغلونه د يکشنبې په ورځ ماښام سوي دي.
د ترکيې پوځ او پوليسو په تيرو څو ورځو کي د دغه هيواد په بېلابېلو سيمو کي د اسلامي دولت ډلي او کردستان د کارگر گوند د پلويانو د نيولو عمليات پيل کړي دي.
ترکیې د تيري جمعې په ورځ سهار وختي په اول وار د کردستان د کارگر گوند (پ ک ک) مرچلونه بمبار کړل.
تر دغي يرغل وروسته د کردستان کارگر گوند د ترکيې له حکومت سره اوربند بې اعتباره اعلان کړ.