ترکيه: د بريد د قربانيانو شمېر ۳۹ ته جګ سو
د ترکيې د استانبول ښار پر يو کلب په وسله وال بريد کي لږ تر لږه ۳۹ انسانان وژل سوي دي. د استانبول والي ويلي چي دغه وسله وال بريد يو ترهګر بريد بللی دی.
د بريد وروسته امنيتي چارواکو په سيمه کي امنيتي اقدمات لا ټينګ کړل.
د بريد وروسته په سيمه کي خلک زيات وارخطا معلومېدل.
په دغه بريد کي لږ تر لږه ۴۰ کسان ژوبل سوي دي.
د بريد وروسته پوليسو دغه سيمي ته ورتلونکي لاري بندي کړې.
پوليسو د بستو او دستکولونو د تلاښي وروسته سيمه ته تلونکي پرېښودل.
ژوبل سوي کسان د استانبول روغتونونو ته انتقال کړل سول.
زيا خلک چي د نوي کال د لمانځلو له پاره سيمي ته راغلي ول بېرته کورونو ته ستانه سول.
د بريد وروسته په سيمه کي تر زيات وخته د امبولانسونو ږغونه اورېدل کېدل.
د بريد وروسته سيمي ته زيات ژورنالستان هم ورسېدل.
د بريد څخه تر مخه لا په استانبول کي پوليسو سخت امنيتي اقدامات کړي ول.
د کلب دننه ژوندي پاته سوو ته امنيتي چارواکو لارښوونې وکړې.
د بريد سيمي ته ډېر ژر زيات طبي مرستندويان ورسېدل.
انځورونه
1 | 12انځورونه