ترمپ: په بغداد کي پر سفارت توغېدلي توغندي ايراني ول
۱۳۹۹ دی ۴, پنجشنبهد امريکا ولسمشر، په بغداد کي د دغه هیواد پر سفارت باندي د وروستي بريد په هکله خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چي که يو امريکايي ووژل سي مسئول به يې ايران وي.
ترمپ د چهارشنبې په ورځ په يوه تويتري پيغام کي ليکلي: «په بغداد کي زموږ سفارت د يکشنبې په ورځ د څو توغنديو هدف وګرځيد. ښه فکر وکړئ چي دغه توغندي له کوم ځايه راغلي: ايران.«
هغه زیاته کړې: «ايران ته يو څو دوستانه سپارښتني: که يو امريکايي ووژل سي، زه به ايران ګرم وګڼم. ښه فکر وکړئ!«
په بغداد کي د امريکا سفارت د يکشنبې په ورځ د څو توغنديو هدف وګرځيد. که څه هم يوه امريکايي ته هم زيان و نه رسيد خو د سفارت محوطه يو څه زيانمنه سوه.
عراق ددغه بريد په غندلو سره پرته له دې چي نور جزيات وړاندي کړي، اعلان وکړ چي يوه غيرقانوني ډله د بريد مسئوله ده. د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو هم دغه بريد د ايران په ملاتړ نيمه مليشو کار بولي.
د امريکا تور لگېدو ته د ظريف غبرگون
د ايران خارجه وزير جواد ظريف او د هغه وياند، د امريکا د ولسمشر دغو تورونو ته غبرگون ښوولی او ويلي يې دي چي اسلامي جمهوريت په دغه بريد کي هر ډول لاسوهنه ردوي.
محمد جواد ظريف په يوه تويتري پيغام کي ترمپ ته وليکل: »په خارج کي ستاسو اتباعو ته خطر رامنځته کول، په دننه کي د ناوړو ماتو څخه د خلکو د پام اړولو سبب نه ګرځي.»
د ايران د خارجه وزير وياند سعيد خطاب زاده هم د ترمپ له خوا دغه ډول تورونو ته جواب ويلی او هغه يې بې اساسه بللي.
نوموړي په دې اړه د خبريالانو د پوښتنو په جواب کي وويل: «څو واره اعلان سوی چي پر ديپلوماتيکو او مسکوني تاسيساتو باندي بريدونه نامعلوم دي او په دې خاصه موضوع کي د انتقاد ګوته په خپله امريکا او په سيمه کي هغو متحدينو او شريکانو ته متوجه ده چي غواړي کړکيچونه لاپسي زيات او نوي شخړي رامنځته سي.»
هغه همدارنګه ترمپ ته توصيه وکړه چي په سپينه ماڼۍ کي دي په خپلو وروستيو شپو او ورځو کي، د خطرناکو شخړو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي.»
په بغداد کي د امريکا پر سفارت د توغنديو بريد د ايران د سپاه پاسداران د پخواني جنرال، قاسم سليماني د وژل کيدو د کاليزي پر وخت ترسره سوی دی.
زموږ له آرشیف څخه: