ترمپ: تر توافق وروسته هم په افغانستان کې پوځي حضور ساتو
۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې ۲۹مه نیټه) له فاکس نیوز رادیو سره په خپله یوه تازه مرکه کې وویل چې امریکا متحده ایالات به د افغانستان په سیمه کې د واشنګټن او طالبانو د توافق سربیره هم پوځي حضور ولري.
ترمپ فاکس نیوز رادیو ته په خپلو خبرو کې وویل: «هو، باید [پوځي حضور] وساتل شي. موږ به [په افغانستان کې] حضور ته ادامه ورکړو. موږ په زیاته اندازه خپل حضور کموو خو موږ به د تل له پاره حضور ولرو. موږ به قوي استخباراتي [حضور] ولرو.»
ترمپ له یادې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې د امریکايي سرتیرو د شمیر په هکله وویل چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر ۸۶۰۰ تنو ته راکمیږي او بیا وضعیت ته په کتو سره پریکړه کوو.
د امریکا ولسمشر همدا راز وویل چې که چیرته په راتلونکې کې بیا له افغانستان څخه پر امریکا متحده ایالاتو باندې برید وشي، نو موږ به بیا د تیر په پرتله په خورا ځواک سره راشو.»
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د جګړې د پای له پاره د مذاکراتو نهم پړاو ادامه لري. داسې انګیرل کیږي چې د مذاکراتو په دې پړاو سره به دواړه لوري یوه توافق ته د رسیدو اعلان وکړي.
رویترز، خ.ح/س.ر