ترمپ له خپل دریځه اوښتی
۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبهد امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ هڅه وکړه چې په هیلسنکي کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبري کنفرانس د څرګندونو وضاحت وړاندې کړي. دغه خبري کنفرانس په متحدو ایالاتو کې د غوسې د راپاریدو سبب ګرځیدلی دی.
د دوشنبې په ورځ ترمپ چې د پوتین تر څنګ په هیلسنکي کې ولاړ وو د خپل هیواد د استخباراتو پر دې اروزنه یې شک څرګند کړی وو چې ګنې روسیې په ۲۰۱۶م کال کي د امريکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې احتمالي لاسوهنه کړې وه. ترمپ ویلي ول: «داسې هیڅ کوم دلیل نه ویني چې داسې به وي.»
ترمپ د سه شنبې په ورځ د دې موضوع په هکله په ډانګ پیلي خبرې وکړې او خپله وینا یې تر مخه د چمتو شوي متن له مخې وویله. په داسې حال کې چې هغه د هیواد دننه په ګډه د جمهوري غوښتونکو، دیموکراتانو او استخباراتو کړیو له غبرګون سره مخامخ دی په حیرانۍ سره وویل «څه روان دي او ستره معامله څه ده؟»
هغه په هیلسنکي کې د خپلې وینا متن بیا تکرار کړ او وضاحت یې ورکړ چې لفظي تیروتنه یې کړې ده. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ما د [داسې نه وي] پر ځای د [داسي وي] توري کارولی دی.»
د ترمپ په خبره «دا جمله باید داسې ویل شوې وای چې [زه هیڅ دلیل نه وینم چې په دې کې به روسیه نه وي] چې یو ډول دوه واري نفې کوونکې جمله ده.»
ترمپ په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې هغه پر خپلو استخباراتي ادارو باندې بشپړه عقیده او د هغوی ملاتړ لري.
د هیلسنکي سفر «یو له بریالیو ملاقاتونو»
ترمپ د خپلو څرګندونو پر مهال پر خپل دې باور ټینګار وکړ چې دا سم کار وو چې له روسیې سره پرمخ ولاړ شي [جوړ جاړی وشي] او اروپا ته د خپل سفر د درو تمځایونو بریا یې برجسته کړه. ترمپ په هیلسنکي کې ویلي ول: «دا ملاقات د ناټو د ملاقات په څیر بریالی وو، زما په آند دا زموږ تر ټولو بریالی سفر وو.» هغه پر رسنیو باندي د ناټو د غونډې د سم رپوټ نه ورکولو تور هم پورې کړ.
کانګرس ښایی کوم اقدام وکړي
د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو یو شمیر سناتوران د روسیې پر وړاندي د سختو بندیزونو د وضع کولو ملاتړ کوي. د جمهوري غوښتونکو سناتور مېچ مک کونل او د ولس د استازو د مجلس مشر پاول راین، د روسیې حکومت «تهدیدونکی» بللی او ویلي یې دي ښایي د روسیې پر وړاندې د نورو اضافي بندیزونو په هکله غور وکړي.
د متحدو ایالاتو قانون جوړونکو د یوه پریکړه لیک د وړاندي کولو سپارښتنه کړې ده چې د استخباراتي ادارو ملاتړ څرګند شي او د سایبري یا انترنتي بریدونو د مخنیوي په موخه د ټاکنو د امنیت په برخه کې نوره پانګونه وشي.