1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د چین پر ضد بندیزونه وضع کړل

۱۳۹۹ تیر ۲۵, چهارشنبه

ترمپ د خود مختاره هانګ کانګ په اړه شخړه کي د چین پر ضد د بندیزونو یو قانون لاسلیک کړ. په دې ډول ترمپ د چین د ځانګړي ادارې د ساحې په اړه د تراوسه اجازه ورکول سوي خاص موقف ختم کړ.

https://p.dw.com/p/3fLVc
USA | PK | US-Präsident Trump
انځور: picture-alliance/AP Images/AP Photo/E. Vucci

دونالد ترمپ د سپیني ماڼۍ د ګلابو په بڼ کي د رسنیو په مخکي وویل چي په دې ډول چین باید د هانګ کانګ د اولس پر وړاندي سرکوبانه عملیاتو له کبله جواب ورکړي. نوموړی قانون به حکومت ته داسي امکانات په لاس ورکړي چي له مخي یې د هغو کسانو او بڼسټونو په وړاندي عمل وکړي چي د هانګ کانګ آزادي له منځه وړي.

د امریکا متحده ایالاتو اوسني قانون داسي بندیزونه په پام کي نیولي چي له مخي یې په امریکا کي د اغیزمنو کسانو شتمني کنګل او دغه هیواد ته د هغوی د سفر مخه نیول کیدای سي. همدارنګه دهغو خارجي بانکونو پر ضد به هم چي د امریکا په نظر له چین سره د داسي همکارۍ هڅه کوي تر څو خودمختاره هانګ کانګ منحل کړي، کیدای سي جزايي تدابیر وضع سي.

په دې ډول به د امریکا متحده ایالاتو مالي تاسیساتو ته د مثال په ډول اجازه ور نه کړل سي چي نوموړو بانکونو ته کریډت ورکړي. سنا او د استازو مجلس مخکي لا د هانګ کانګ د خودمختارۍ قانون د رایو په اتفاق سره تصویب کړی وو.

 

د امتیازاتو پای ته رسیدل

د هانگ کانګ له پاره د چین د نوي شخړه ایز قانون تر پس منظر مخکي، ترمپ په دې اړه څرګنده کړې وه چي د امریکا له خوا د هانګ کانګ ترجیع ورکول ختم سوي. ترمپ وویل: »له هانګ کانګ سره به اوس د چین د نورو سیمو په ډول چلند وسي. هیڅ ډول امتیازات، هیڅ ډول خاصي اقتصادي معاملې او د هیڅ ډول حساسو تخنیکي وسایلو صادرات به ورته تر سره نه سي.» هغه په دې اړه یو فرمان صادر کړ چي له مخي به یې دا ټول مخکیني شیان لغوه اعلان سي.

د امریکا حکومت د می میاشتي په پای کي لا اعلان کړی وو چي د چین د خودمختاره ادارې هانګ کانګ څخه به د چین د پرله پسې مداخلې له کبله یو حقوقي ګټور وضعیت حذف کړي. د صادراتو د کنټرول تر څنګ به لکه هغه وخت چي ویل سوي ول، ګمرکونه او د ویزې ورکول هم اغیزمن سي. د امریکا متحده ایالاتو له خوا نوي تدابیر به د امریکا او چین ترمنځ کړکیچ لا پسي زیات کړي.

نورو معاملو ته علاقمندي نه لیدل کیږي

په جنوري کي لا چین او امریکا متحده ایالاتو د معامله کولو پر یوه تړون توافق کړی وو. ترمپ ددغو معاملاتو په هکله له اولسي جمهوریت چین سره نوري خبري اتري له امکانه لیري بولي. ترمپ رسنیو ته ددې پوښتني په جواب کي چی آیا د یوه بل پراخ تړون په اړه تفاهمونه به له ناکامۍ سره مخامخ سي، په جنورۍ کي رامنځته سوي تړون ته په اشارې سره وویل چي اول تړون خو ډیر عالي رامنځته سوی وو، خو د هغه د لاسلیک رنګ لا په اصطلاح نه وو وچ سوی چي د کرونا په ویروس یې ککړ کړو.

ترمپ پر چین باندي تور لګوي چي د کرونا د پاندیمي د شیوع پر ضد یې کافي تدابیر و نه نیول. له همدې کبله هیڅ ډول علاقمندي نه لري چي له چین سره د یوه نوي تړون په اړه بحث وکړي.

چین د متقابله تدابیرو ګواښ کړی

د پیکنګ حکومت د امریکا متحده ایالاتو له خوا د بندیزونو د تړون تر لاسلیکولو وروسته، د غچ اخیستني تدابیرو اعلان کړی. د چین خارجه وزیر په پیکنګ کي وویل چي »موږ به د امریکايي انفرادي اشخاصو او شرکتونو پر ضد بندیزونه وضعه کړو. دولتي ټلویزیون رپوټ ورکړی چي د چین اولسي جمهوریت د امریکا د ولسمشر له خوا دغه نوي تدابیر په قاطعیت سره ردوي او د واشنګتن له حکومت څخه غوښتنه کوي چي نور د چین په داخلي مسایلو کي لاسوهنه ونه کړي.