1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د لمړي ځل له پاره د کانګريس مصوبه وېتو کړ

۱۳۹۷ اسفند ۲۵, شنبه

د امريکا کانګريس دواړو مجلسونو د دغه هيواد په سويلي سرحد کې د بيړني حالت پای ته رسولو ته راېې ورکړې وې. دونالد ترمپ له خپلو صلاحيتونو څخه په ګټې اخيستنې د کانګريس رای وېتو کړې تر څو بيړنی حالت لا هم ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/3FAil
USA Washington - Präsident Trump umgeht den Notstandblock mit Veto
انځور: Getty Images/A. Wong

په اصل کې د دموکرات ګوند استاځو د بيړني حالت يا وضعيت د پای ته رسولو غوښتونکي وو، خو ترڅنګ یو شمير جمهوري غوښتونکو استاځو هم په دې اړه خپلې راېې ورکړې وې.

د سنا په راي اخيستنه کې چې جمهوري غوښتونکی ګوند ورباندې تسلط لري، د دغه ګوند له ۵۳ سناتوران څخه ۱۲ تنو يې هم د دموکراټانو تر څنګ د بيړني وضعيت د پای ته رسولو له پاره راېې ورکړې وې.

ترمپ د لمړي ځل له پاره له خپلو صلاحيتونو کار واخيست او د امريکا د کانګريس د دوو مجلسونو رايې يې له اعتباره وغورځولې.

اوس په کانګريس کې د ترمپ د وېتو پر ضد د لږ تر لږه دوه پر دريمه برخه استاځو رايو ته اړتيا ليدل کيږي، تر څو هغه لغوه سي.

د کانګريس استاځو د تيرې پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۴) رايې ورکړې وي چې د هيواد په سويل کې له مکسيکو سره په سرحدي سيمه کې بيړنی حالت نور لغوه شي. په دغې سيمه کې بيړنی حالت د فبرورۍ مياشتې په نيمايي کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر په حکم اعلان شوی وو.

د ترمپ هددف دا دی تر څو د امنيتي دلايلو له مخې د رامنځ ته شوي بيړني حالت په ادامې سره، د مکسيکو په سرحد کې د لوړ لګښت لرونکي ديوال رغول پر کانګريس باندې تحميل کړي.

دموکراټ ګوند ويلي چې په هيڅ صورت کې به د ديوال رغولو سره رضايت ونښيي. ترمپ بيا پر دموکراټانو تور لګوي چې دوی د امريکا متحده ايالتونو امنيتي چارو، په ځانګړې توګه هغو خطرونو ته چې د مکسيکو له سرحده په غيرقانوني توګه اوښتونکو افرادو پورې تړاو لري، بې پروايي کوي.

dw Persian/mks/az