ترمپ: د شمالي کوریا پر ضد په یوازي سر اقدام ممکن دی
۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبهد امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په یوه مرکه شمالي کوریا ته ګواښ کړی دی. خو په دې اړه چې څرنګه به د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو له پاره اقدامات وکړي، جزئیات نه دي ورکړي.
دونالد ترمپ ویلي دي: «که چین د شمالي کوریا [ستونزه] حل نه کړي، موږ به دغه کار وکړو. دا ټول هغه څه دي چې زه یې تاسو ته وایم.»
ترمپ ویلي دي چې هغه خپله پریکړه کوي چې د ستراتیژیو په اړه څومره معلومات ورکوي.
ترمپ تر دې مخکې هم ویلي ول چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د لیدنې پر مهال به د شمالي کوریا په اړه خبري وکړي. دواړه مشران به په روانه اوونۍ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو یو له بل سره وګوري.
ترمپ ویلي دي: «چین به پریکړه وکړي چې د شمالي کوریا په برخه کې به یا له موږ سره مرسته وکړي او یا به یې هم و نه کړي. که هغوی دا کار [د مرستې پریکړه] وکړي نو د دې هیواد له پاره به ډیر ښه و ي. خو که هغوی دغه شان یوه پریکړه و نه کړي نو دا به د هیچا له پاره ښه نه وي.»
د ترمپ ادارې د بهرنیو چارو چارواکو هم د چین په اړه ورته څرګندوني کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو استازي نیکي هالې، «روانه اوونۍ» سیاسي خپروني ته ویلي دي: «هغوی [چینایان] باید پر شمالي کوریا باندي فشار راوړي. یوازینی هیواد چې د شمالي کوریا مخه نیولی شي، چین دی، او هغوی په دې پوهیږي.»
د شمالي کوریا په اړه د امریکا څیړنه چمتو ده
امریکايي چارواکو ویلي دي چې د ترمپ ادارې د ملي امنیت چارواکو د امریکا متحدو ایالاتو د هغو امکاناتو څیړنه د یکشنبې په ورځ پای ته رسولې ده چې له مخې یې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو په موخه، پر دغه هیواد باندې فشار راوړل کیدای شي.
په دغه څیړنه کې اقتصادي او پوځي لاري چاري څیړل شوې دي. خو پکښې د نویو بندیزونو او د چین له اړخه پر شمالي کوریا باندي د فشار راوړلو سپارښتنه شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، په مارچ میاشت کې ویلي ول چې د شمالي کوریا پر ضد پوځي اقدامات هم یو له انتخابونو څخه دی.
شمالي کوریا تر اوسه پوري پنځه اتومي آزمویني کړي دي. د دغو آزموینو دوې یې په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شوې.
ارشيف: