«ترمپ او مودي په افغانستان کې د همکارۍ پر سر خبري کړي»
۱۳۹۷ دی ۱۸, سهشنبهسپيني ماڼۍ ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د هند لومړي وزير نريندر مودي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري ۷ نيټه) په يوه تليفوني تماس کې د واړو هيوادونو ترمنځ پر تجارتي اړيکو خبري کړي دي.
د سپيني ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي دي: «دواړو مشرانو په ۲۰۱۹م کال کې د امريکا او هند ترمنځ د ستراتيژيک شراکت د پياوړي کولو پر سر توافق وکړ او د هند او امريکا ترمنځ د تجارتي کسر د کمښت، د هند – پاسيفيک ساحې د امنيت د پراخولو، د دې ساحې د غوړيدو او په افغانستان کې د همکارۍ د پراخولو په موخه نظرونه سره تبادله کړل.»
امريکا له هنده د اوسپنې او الومونيمو پر وارداتو د ترمپ د هغې تگلارې له مخې تعرفي لگولي دي چې غواړي د امريکا د تجارت کسر راټيټ کړي او توليدي کارځايونه ډېر کړي.
هند د غچ اخيستونکو اقدامات گواښ کړی وو، خو ويلي يې دي چې د روانې مياشتې تر پايه پورې به هیڅ ډول اقدام و نه کړي.
يوه امريکايي چارواکي تيره مياشت ويلي ول چې ترمپ په افغانستان کې د خپلو مېشتو ۱۴۰۰۰ عسکرو له جملې څخه د ۵۰۰۰ د راويستلو پلان لري.
په افغانستان کې د پوځي حضور په کمولو سره به امريکا متحده ايالات هلته خپل نور ماموريته لکه افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه مشورې او همدا راز د وسله والو طالبانو او نورو ډلو پر ضد د هوايي عملياتو کمپاين هم محدود کړي.