1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: انتخاباتي ماتې منلو ته تیار یم

۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبه

ترمپ د خپل دموکرات سیال خبرداری ورکونکو خبرو ته غبرګون وښود. هغه وویل، حاضر دی چې د ۲۰۲۰م کال انتخاباتو کې خپله ناکامي ومني. بايډن ويلي وو چې ترمپ به خپله احتمالي ماتې ونه مني.

https://p.dw.com/p/3diGp
US-Präsident Trump
انځور: picture-alliance/CNP/AdMedia/A. Harrer

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل دموکرات سيال، جو بايډن، تر څرګندونو يوه ورځ وروسته د هغه د خبرو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ. بايډن ويلي وو چې ترمپ به د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتو کې خپله احتمالي ماتې ونه مني.

دونالد ترمپ د جمعې په ورځ (د جون ۱۲مه) له فاکس نيوز سره په مرکه کې وويل: «که په [انتخاباتو کې] ګټونکی نه شوم، نو ګټونکی نه یم. تاسو پوهیږئ، زما هدف دا دی چې خپل کار ته ادامه ورکړم او نور څه به پيلوم.» د امريکا ولسمشر په عين حال کې وويل چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به يې ماته، د امريکا متحده ايالاتو له پاره «يوه ډيره غمجنه» پيښه وي.

د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م کال ولسشمريزو ټاکنو ته د دموکراتانو نوماند، جو بايډن، تر دې يوه ورځ مخکې په يوه تلويزيوني خپرونه کې انديښنه ښکاره کړې وه چې ترمپ ممکن «د نومبر مياشتې په انتخاباتو کې د خپلې ماتې منلو ته حاضر نه شي او هڅه به وکړي چې پايلې د ځان په ګټه کړي.»

USA Joe Biden in Dover
جو بايډن په تازه نظرسنجيو کې له ترمپ څخه ۱۴ سلنه مخکې دی انځور: Reuters/J. Bourg

د هغې نظرسنجۍ د پايلو پر اساس چې د CNN تلويزيون د پنجشنبې په ورځ خپرې کړې، جو بايډن د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې له ترمپ څخه مخکې دی.

بايډن د سي ان ان تلويزيون په تازه نظرسنجۍ کې له خپل سيال دونالد ترمپ څخه ۱۴ سلنه مخکې دی. د بايډن دغه پرمختک له هغو پر له پسې نيوکو سره بې ارتباطه نه دی چې د ترمپ د مديريت پر بحران کيږي او د ترمپ منتقدان يې غیر موثر بولي.

څرنګه چې جو بايډن په نظر سنجيو کې له ترمپ څخه مخکې دی، ورسره جوخت يې پر ترمپ باندې خپلو حملو ته هم شدت ورکړی دی. د دموکراتانو نوماند، د امريکا متحده ايالاتو د اقتصاد د احيا له پاره، له يوه پلان څخه خبر ورکړی دی. د هغه په خبره، د دغه پلان له مخې به د امريکا اتباع اړ نه وي چې د روغتيا او د ژوندانه د لومړنيو اړتياو له منځه يو يې انتخاب کړي.

په پام کې ده چې د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشريزو انتخاباتو ۵۹ دوره د همدې کال (۲۰۲۰) د نومبر مياشتې په ۳مه ترسره شي.

دويچه ويله/ م.ک.ص/ ن.ص