ترمپ افغانستان ته خپل نوی سفير وټاکه
۱۳۹۶ تیر ۳۰, جمعهسپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د جان بس، د هڅو ستاینه کړې ده. د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي: «ښاغلي بس تر یوې لسیزي ډیره موده د متحدینو د بسیج، ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د منابعو د توحید او په عراق، سوريه او د اسیا په سویل لویدیځ کې د ثبات د ټینګښت له پاره هڅو ملاتړ کړی دی.»
جان بس له ۲۰۱۴م کال راهیسې په انقره کې د امریکا متحدو ایالاتو سفير وو. هغه په داسې حال کې په ترکیه کې د خپل هیواد د سیاست مدیریت کړی دی چې دغه هیواد د یوې ناکامې کودتا شاهد وو.
په دې موده کې د واشنګټن اړیکې د سوریې د وضعيت او په امریکا متحدو ایالاتو کې د فتح الله ګولن د استېدو له کبله ترينگلي شوي دي. ترکيه د تيرکال د کودتا عامل فتح الله گولن بولي.
جان بس په داسې حال کې په کابل کې د خپل هیواد سفارت ته نومول کیږي چې ولسمشر ترمپ اوس د افغانستان له پاره د خپل نوي سیاست په اړه وروستۍ پریکړه کوي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت دنده اوس ځکه د پخوا په پرتله ډیر اهمیت لري، چې د بهرنیو چارو وزیر رک تیلرسن، غواړي د افغانستان او پاکستان له پاره د ځانګړي استازې پست لغو کړي.