تراوسه داسي يو چا د نوبل د سولي جايزه نه ول تر لاسه کړې چي و جګړې ته دې د عسکرو د لېږلو قومانده ورکړې وي
۱۳۸۸ آذر ۱۹, پنجشنبهد دي پيغام په ورکولو سره اوباما دا هم وويل چي د هغه دا اقدام د مسلمانو هيوادونو په ګټه هم دي ځکه دغه سرتيري د القاعدي له ملګرو اود طالبانو پر ضد چی د بنسټيزو بشري حقونو ته ه په کرکه سترګه ګوري،په مقابل کي جنګيږي.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند يو سخت دريځه غړيو د اوباما په ستاينه کي وايي چی دي په بهرني سياست کي يو لاس بري سياست وال دی. او پاول ولفو ويتڅ د دفاع د وزير يو پخواني مرستيال او د جارج دبليو بوش د واکمني په موده کي د عراق د جکړي مهندس بیا وايي:
« اوباما د خپل لوړ شخصيت او خپلو لوړو خصوصيتونو له امله د نړي پر پريښو باندي د لاس برتوپ موندلو لپاره ستر چانس لري.»
د امريکا يو پخواني لوړ پوړي ديپلومات نيکولاس برنز په نظر د اوباما بهرني سياست په خپل چمتوالي کي هيڅکله د هغه د سلف جارج دبيلو بوش د سخت دريځه سياست له مخي نه جوړیږی. برنز وايي چي د دغه سياست خاص نقشونه د اوباما ځانکړو استازو په غاړه اخيستي دي. « هغه څه چي جمهور رييس اوباما د هغه د کولو هڅه کوي، هغه په بشپړه توګه دبل ډول ديپلوماسي ښکاروندي دی.»
هغه پرته له کوم مخکي له مخکي شرط ايښودني سره له هر چا سره خبرو اترو ته تيار دی، که هغه د شمالي کوريا کيم يونګ دوهم دی او که د ايران احمدي نژاد. او د اړتيا په صورت کي آن له معتدلو طالبانو سره په افغانستان کي . خو د متحده ايالاتو جمهور رييس دا خبره هم نه پټوي چي د هغه ځغم البته يوه پوله لري. په خاصه توګه له ايران سره د اتمي تګ لاري په برخه کي.
په تهران کي له حکومت څخه اوباما د هستوي پروګرام د مخ نيوي په برخه کي د مشخصو ګامونو اوچتولو انتظار لري. جمهور رييس د سختو بنديزونو د لګولو ګواښ کړي دی. او دا هم له ياده نه وباسي چي ووايي: «د ايران پر ضد يو پوځي اقدام هم له احتمال څخه ليري نه دي». د سياست پوه دانيل سينور په نظر، خو د جمهوررييس دا ډول هڅوني او ګواښ لا تراوسه پوري پرته له کوم غبرګون څخه پاتي شوي دي.
«يواځني ستونزه دا ده چي ايران د واشنګتن د غوښتنو په وړاندي غبرګون نه دي ښودلي.»
د تهران تکيک دا دي چي « ځنډ او نه خبري اتري کول». که څه هم اوباما د عراق او افغانستان تر څنګ د يوي دريمي وسلوالي شخړي د مخي نيوي لپاره د هيڅ لاري چاري څخه مخ نه اړوي. خو اسراييل په اوږده موده کي هغه ته بله چاره نه پريږدي. او د اوباما د منځني ختيح د هلوځلو د بي ارزښت کولو لپاره، له هيڅ عمل څخه مخ نه اړوی.
همدا ده کله چي له هغه څخه د اسراييلو او فلسطينينانو د شخړي په هکله پوښتنه کيږي، په ځواب همدومره وايي:«د سمي لاري په لور خوحښت روان دی ».
او بيا غواړي چي د يو تير ايستونکي نظر په څرګندولو سره خپل ځان وژغوري:
« زه ځيني مثبت ګامونه وينم».
خو اوباما خپله هم پوهيږي چي د فلسطين د خپلواکمني اداري له مشر، محمود عباس سره چی د منحني ختيځ په خبرو اترو کي د هغه مهم شريک کڼل کيږي، لا دير مخکي ماته خوړي ده. او د اسراييلو لومړي وزير، نيتان ياهو د يهودي مينو د جوړلو د درلو اراده لري او نه د دو دولتونو حل نومی لاري سره ليوالتيا. » مسلمانانو ته په خطاب کي د هغه د قاهري د پوهنتون وينا لا تراوسه يواځي د الفاظو په توګه د خلکو غوږو کي پاتي ده چي وويل:« زه دلته قاهري ته راغلي يم تر څو د امريکا او مسلماني نړي تر منځ اړيکي پر يو نوي بنسټ باندی له سرتينګي کړم.»
د دغي وينا او څه موده وروسته په پراګ کي د هغي وينا چي د هستوي وسلو څخه د يوه پاکي نړي تصور يي وړاندي کړ، په خاطر بارک اوباما ته د نوبل د سولي جايزه ورکړاي شوه.
خو په داسي حال کي چی اوباما د خپل رياست د لومړي کال پاي ته نژدي کيږي، يوه څه چی بايد تشخيص کړي وي چي : هغه هيله چي دي به وکړاي شي د نړي څخه د خپل نوي دريځ سره په عين وخت کي نړي ته بدلون ورکړي، يواځي خوب ؤ او خيال.
Sina, Ralph/عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل