ترافيکي پېښه کې ۱۰ هندو زیارت کونکي مړه او ۵۵ ټپیان شوي
۱۴۰۲ خرداد ۹, سهشنبهپولیس وايي په دغه بس کې زیارت کونکي سپاره ول چې د هیماليا سیمې پر یوه لویه لار د یوه پله په سر تر ښوېدو وروسته خوړ ته وغورځېد.
د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، پولیس وايی چې دغه بس د شمالي ایالت پنجاب له امرستر ښار څخه د کترا ښارګوټي ته په لاره وو چې جمو ښار ته نژدې له دغې پېښې سره مخ شو. د ځایي پولیسو يوه افسر، چندن کوهلي، وويل چې مړه شوي کسان د شرقي ایالت بیهار اوسيدونکي ول.
ورته نور ولولئ:د هند یوه مندر کې د ټېل ماټېل له امله د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی
په کترا کې واقع د وایشنو ديوي (Vaishno Devi) مندر په هندوانو کې د ډېره درناوي وړ گڼل کيږي او هر کال په سلونو زره خلک دغه مندر ته ورځي.
تر پېښې وروسته چارواکو او د سيمې اوسيدونکو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول او د ژغورنې عمليات ېې پيل کړل. زیاته شوې چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې نيول شوي دي.
ورته نور ولولئ:هند: په ترافيکي پېښه کې ۱۶ عسکر مړه شوي دي
پر ټولنیزې رسنۍ، یوټيوب کې یوه ويډيو چې ښکاري څو ساعته مخکې خپره شوې، ښودل کيږي چې یو بس موټر د پله لاندې په بل اړخ پروت دی او اطرافو ته ېې پولیس او ملکيان راټول شوي دي. ویل شوي چې په بس کې ۷۵ کسان سپاره ول.
هندوستان د نړۍ يو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ترافيکي پېښو کې د مرګ ژوبله لوړ ګراف لري چې هرکال په کې په سلونو زره خلک مړه او ټپيان کيږي. د ترافيکي پېښو عمده لاملونه، د موټرچلونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د موټرو زوړوالی ښودل کيږي.
(AP)mks/bs
زموږ له آرشیف څخه هندوستان سره په تړاو یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: