بنګله دیش ته د روهنګیايي مسلمانانو تیښته
روهنګیايي مسلمانان په میانمار کې د جګړو څخه بنګله دیش ته پناه وړي. ملګرو ملتونو له بنګله دیش غوښتي چې دوی ته پناه ورکړي خو دوی بیا هم خپل هیواد ته په تګ اړ کیږي. د میانمار حکومت روهنګیايي لږکي ناقانونه مهاجرین ګڼي.
د ژوند له پاره تیښته
د میانمار په شمال کې د روهنګیايي یاغیانو له خوا د میانمار پر ځواکونو باندې یو لړ بریدونه ترسره شول. تر دغو بریدونو وروسته د میانمار ځواکونو د دوی پر وړاندې عملیات پېل کړل چې له امله یې د سیمې زرګونه اوسیدونکي اړ شول چې بنګله دیش ته وتښتي. د میانمار په دې اخ او ډب کې چې زیاتره اوسیدونکي یې بدایان دي، شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل هم شوي دي.
ډله ایزه تیښته
په انځور کې یوه مور او پلار له اغیزن سیم څخه بنګله دیش ته د خپل ماشوم د تیرولو په حال کې دي. میانمار پر روهنګیايي بلواګرو تور پورې کوي چې د ماونګداو د ښار اووه کلي، یوه امنیتي پوسته او د ښار ځینې برخې یې سوځولي دي.
بودايي بې ځایه شوي جنوب خوا ته ځي
د میانمار د ځواکونو د پوځي عملیاتو له امله زرګونه بودايان هم اړ شوي چې له خپلو سیمو وتښتي. د راخین ښار د بودایانو او د روهنګیايي مسلمانانو ترمنځ د اوږدو کړکیچونو له امله په ۲۰۱۲م کال کې ډیرې وینې تویې شوي دي. د راخین بودایان تر جګړو وروسته له ممکنه ویرې دې ته اړ شول چې خپلې سیمې پریږدي او په جنوب کې داسې سیمو ته پناه یوسې چې زیاتره یې بودایان دي.
راتګ منع دی!
د بنګله دیش پوله ساتونکي له پولې څخه د تیریدونکو کسانو مخه نیسي. زرګونه روهنګیایان د جګړو له ویرې تیښتې ته اړ شوي او تر اوسه پورې نږدې ۳۰۰۰ روهنګیایان بنګله دیش ته رسیدلي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيریس له بنګله دیش څخه غوښتي چې روهنګیايي مهاجرو ته اجازه ورکړي خو ډهاکه وايي چې له دې ډیر مهاجر نه شي منلی.
د بشري مرستو کړکیچ
په بنګله دیش کې د یوه نړیوال مرستندویه سازمان یو کارکوونکی وايي چې «موږ وینو چې زیاتره روهنګیا ناروغ دي. دوی له دې امله ناروغ دي چې مخکې له دې چې بنګلدیش ته داخل شي، دوی په پوله کې بند پاتې وو. زیاتره یې میرمنې او ماشومان دي.» بل لوري ته بیا روهنګیا لږکي وايي چې دوی په میانمار کې له پیړیو راهیسې ژوند کوي، خو دغه هیواد دوی ته تابعیت نه ورکوي او دوی د ناقانونه مهاجرینو په توګه پیژني.
په بنګله دیش کې هم نه قبلیږي
د روهنګیا مسلمان لږکیو یوه ډله مهاجر د بنګله دیش په کوکس کې د مهاجرینو په یوه کمپ کې په مؤقت ډول میشت دي. د بنګله دیش د حکومت پلان دا دی چې دوی یوې لرې پروت ټاپو ته انتقال کړي چې زیاتره وخت د تندو بادونو له امله د اوبو د لوړیدو له خطر سره هم مخ وي. له دې دا ښکاري چې بنګله دیش هم نه غواړي دوی ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي.
په خټو او اوبو کې سفر
د روهنګیا لږکیو ماشومان په داسې خاوره کې چې د هیڅ هیواد هم نه ده، د اوبو په منځ کې د بنګلدیش په لور خپله لار لنډوي. اټکل کیږي چې شاوخوا ۶ زره روهنګیا لږکي د بنګله دیش پولې ته څیرمه بند پاتې دي.