بنګله ديش: د نوبل سولې جایزې ګټونکی د بند په سزا محکوم شوی
۱۴۰۲ دی ۱۲, سهشنبهد بنګله دیش په پلازمینه ډاکه کې محکمې د دوشنبې په ورځ وویل چې د بند په سزا سربیره ۸۳ کلن محمد یونس چې د کوچنیو پورونو د طرحې بنسټ ایښوونکی دی، او د هغه د شرکت درې نور مدیران باید هر یو ۳۰ زره ټکې )د بنګله ديش پولې واحد( چې کابو ۲۴۷ يورو کېږي، حکومت ته جریمه ورکړي.
د یونس پلویانو د محکمې پر دې پرېکړې نیوکه کړې، چې ګواکې دا سیاسي انګیزه لري.
محکمې ویلي چې یونس هڅه کړې وه خپل حزب د شخصي موخو لپاره جوړ کړي او واک ترلاسه کړي. زياته شوې چې په دې کار سره نوموړي ګويا شيخ حسينه پارولې وه.
محمد یونس او د هغه «ګرامین بانک» په ۲۰۰۶م کال کې له دې کبله چې خلکو ته یې کوچني پورونه ورکړي وه او په دې سره یې د بې وزلۍ مخه نیولې وه، د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
خو لومړۍ وزیره شیخ حسینه برعکس، هغه د مالیاتو په غلا تورنوي او په خبره یې چې د پورونو له لارې د »غريبانو وينه څښي«.
د بشري حقونو سازمانونه پر ۷۶ کلنه صدراعظمې تور لګوي چې په قصدي ډول له راتلوونکو ټاکنو مخکې خپل سیاسي مخالفین له منځه وړي.
په ډاکه کې محکمې محمد یونس او دریو نورو په سزا محکمو شويو ته تر هغه وخته پورې په ضمانت د ازاد پاتېدو اجازه ورکړې ده چې د استیناف محکمې ته مراجعه وکړي.
د نوبل جایزې ګټونکی محمد يونس پر ده لګيدلي ټول تورونه رد کړي دي.