په بمي چاودنه کې پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعهد اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، د پولیسو افسر، ګل شیر خان، وويل چې دغه ماین په یو درول شوي موټر سايکل کې ځای پر ځای او د بسونو یو تمځای ته نژدې درول شوی وو.
خان زیاته کړه، موټرسیکل کې ځای پر ځای شوي ماین ته هغه وخت له لرې په ريموټ کنټرول چاودنه ورکړل شوه چې د پولیس یو حامل بس دغه ځای ته راورسيد. زیاته شوې چې په دغه بس کې له ښار څخه د پولیسو افسران نژدې بل ښار تکوارا ته انتقالېدل.
د ژغورنې د ټيم يوه افسر، بلال فیضي، وويل چې د پېښې ټپيان نژدې روغتون ته رسول شوي چې په ډله کې ېې د درو هغو روغتيايي وضعیت نازک دی. دېره اسمعيل خان دپاکستاند خیبرپښتونخوا جنوبي وزیرستان ته چې پخوا د اورپکو یو خوندي ځای وو، نژدې پرته علاقه ده.
اسوشتيد پریس ليکي چې په سملاسي ټوګه د دغې چاودنې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د دې احتمال شته چې د پاکستاني طالبانو له خوا شوی وي. تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، له ۲۰۲۲م کال راهيسې ېې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې اورپکي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې خپلې حملې تنظيموي، خو په افغانستان کېطالب چارواکي د پاکستان حکومت دغه ادعاوې تل رد کړي او وايي چې دوی هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد استفاده وکړي.
(AP) mks/aa