بلوچستان: د سکرو کان چاودنې شپږ کان کيندونکي وژلي
۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبهدغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ په هرنای کې يعنې د بلوچستان ايالت يا صوبې په سويل لويديځ کې شوې ده. د کانونو مفتش، محمد اکرم، وويل چې ۲۴ ساعته يې وخت ونيو څو بند شوي کان کيندونکي آزاد او مړي هم راوسپړل شي.
د پاکستان کان کيندونکي ډېری وخت شکايت کوي چې د کانونو خاوندان لازم احتياطي تدابير نه نيسي او کافي سامان آلات هم په اختيار کې نه ورکوي. خو د خطر او کمو معاشونو سره سره په زرونو تنه د بلوچستان په کانونو کې کار کوي.
په دغه ايالت يا صوبه کې د پاکستان د نورو برخو په نسبت بې کاري هم زياته ده. په بلوچستان کې د لسيزو راهيسې په ټيټه سطح يو پاڅون او د ياغيتوب خوځښتونه هم جاري دی چې يوه بېلتون پاله ډله په کې د اسلام آباد له مرکزي حکومت څخه خپلواکي غواړي.
بېلتون غوښتونکي د پاکستان د حکومت له توپيري چلن څخه شکايت کوي او د دغه آيالت په سرچينو او شتمنۍ کې برابره ونډه غواړي. دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په تېرو مياشتو کې د اورپکو ډلو له خوا بریدونه هم ډېر شوي دي.
ن.ص / خ.ح