بلجيم له جاپانه په ۹۰ دقيقه کي لوبه وگټله
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام په سياليو کي بلجيم په يو پر اتم فاينل کي وتوانېد چي له جاپان څخه لوبه ۳ پر ۲ وگټي او د دغو سياليو يو پر څلورم فاينل ته لار ومومي.
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام د سياليو په يو پر اتم فاينل کي بلجيم او جاپان د دوشنبې په ماښام لوبه وکړه.
د دغي لوبي نندارې ته د روسيې د رستوف په لوبغالي کي شاوخوا ۴۰ نندارچيان راټول سوي ول. د جاپان لوبډلي مينه وال په خپلو سنتي کالو کي لوبغالي ته ورغلي ول.
د بلجيم لوبډلي مينه والو هم د لوبغالي ځيني برخي د خپل هيواد د بيرغ له رنگونو جوړ کالي اغوستي ښکارېدل.
جاپانيان له تمه خلاف لوبي ته داسي ستانه سول چي نه يوازي د خپلي پياوړي سيالي لوبډلي حملې په سختي دفاع سره شنډي کړي، بلکي خپله يې هم ډيري حملې وکړې. هغوی کوښښ کاوه چي د بلجيم پياوړی لوبغاړی آزار (۱۰ نمره) کابو کړي.
د بلجيم لوبډلي د لوبي په لومړۍ نيمايي کي هم د توپ د کنترول او هم حملې په برخه کي د جاپان تر لوبډلي پياوړې وه. خو بيا گول و نه وهل سو او د لوبي لومړۍ نيمايي همداسي صفر پر صفر مساوي پای ته ورسېده.
د دوهمي نيمايي په لومړيو دقيقو کي (۴۸ دقيقه) جاپان وتوانېد چي په ډيري چټکي حملې سره بلجيم ته گول ورکړي او لوبه يو پر صفر پخپله گټه روانه کړي.
تر گول وهلو وروسته د جاپان فوټبال لوبډلي خوشالۍ.
د جاپان لوبډله بيا هم وتوانېده چي تر لومړي گول ۴ دقيقې وروسته دوهم گول هم ولگوي او لوبه ۲ پر صفر پخپله گټه روانه کړي. په دغو شېبو کي نور هرڅه د بلجيم لوبډلي له تمي خلاف روان ول.
د جاپان لوبډله د دوهمه نيمايي په لومړيو لسو دقيقو کي نوره هم پیاوړې لوبه کوله.
د بلجيم لوبډله ترينز ډير ژر د لوبي د بدلون په اړه غبرگون وښود او دوه نوي کسان ئې ميدان ته داخل کړل چي په ۷۰ دقيقه کي يې جاپان ته لوړی گول ورکړ او د لوبي گټلو تمه بيا پیدا سوه.
تر لومړي گول وروسته د بلجيم لوبډلي خوشالي.
بلجيم لوبدلي چي د لومړي گول په وهلو سره د لوبي د مساوي کولو تمي ورته پيدا سوي وې تر لومړي گول ۴ دقيقې وروسته دوهم گول هم ولگاوه او لوبه ۲ پر ۲ مساوي روانه سوه.
فلايني هغه لوبغاړی وو چي ترينز څو دقيقې مخکي ميدان ته داخل کړ او د مساوي کولو گول يې ولگاوه.
د لوبي په وروستيو ۱۵ دقيقو کي دواړو لوبډلو د يوه بل گول لگولو ښه چانسونه لرله. د جاپان گولکيپر څو واري خپل گول وساته.
د لوبي په وروستيو دقيقو کي داسي ښکاريده چي دواړي لوبډلي غواړي چي لوبه همداسي مساوي پاته سي او تر اضافي وخت وروسته پنالټۍ شوټ کړي. خو د لوبي په وروستۍ دقيقه کي بلجيم په يوې چټکي حملې سره جاپان پر گونډو کړ او لوبه ئې ۳ پر ۲ په خپله گټه تمامه کړه.
اوس به نو د بلجيم د فوټبال لوبډله د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام د سياليو په يو پر څلورم فاينل کي د جمعې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای ۶مه) له برازيل لوبډلي سره ميدان ته راووځي.
جاپان له تمي خلاف د فوټبال نړيوال جام په سياليو کي ډېر ښه وځلېد او ډېر امکان يې لاره چي يو پر څلورم فاينل ته هم لار ومومي، خو بخت ورسره ياري و نه کړي او له سياليو د کور پر ووت.