بریتانیا: په مانش کانال کې مړه شوو مهاجرو کې ښايي افغانان وي
۱۴۰۱ دی ۲, جمعهد انګلستان په جنوب ختیځ سیمه کینت کې د دغې پېښې په اړه د عدلي طب تحقیق کوونکې کترینا هيپبرن، د جمعې په ورځ وويل چې د څلورو مړه شوو مهاجرو هویت تر اوسه پورې ناڅرګند وو.
خو هغې د کينټ پولیسو له خوا د يو خپور شوي رپوټ په حواله وويل چې «ممکن» په دغو قربانيانو کې دوه ېې له سینګال او دوه ېې له افغانستان څخه وي.
زیاته شوې چې په دې هکله څېړنه، د پولیسو له خوا د لا ډيرو پلټنو په خاطر ځنډول شوې ده.
تر ۱۶۰ ډیر کسان په انګلیس کانال کې له ډوبیدو ژغورل شوي
د دغو مهاجرو ليږدونکې بادي کښتۍ په ډېره سړه هوا کې له ستونزې سره مخ شوې چې له پاره ېې د نجات په یوه ماموریت کې د بريتانیا ساحلي ساتونکو، نورو عاجلو مرسته کوونکو او په سیمه کې د کب نيونکو ېوې کښتۍ برخه اخیستلې وه. په عملیاتو کې ۳۹ تنه نور روغ رمټ ساحل ته وښکل شوي ول.
پولیسو د يکشنبې په ورځ ويلي ول چې ۱۹ کلن ابراهیم باه په نوم کس، بریتانيا ته د دغو کسانو د غیرقانوني انتقال مسئول دی.
فرانسې او بریتانيا د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه تړون لاسلیک کړی
یو کال مخکې هم په مانش کانال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په ورته پېښه کې ۲۷ کسان مړه شول.
د بريتانيا حکومت ژمنه کړې ده چې دغه هیواد ته د مخ پر ډيریدونکي مهاجرتونو چې خلک ېې له پاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، مخنیوی وکړي.
مانش کانال د نړۍ په سطحه په کښتۍ کې د غیرقانوني مهاجرتونو يوه تر ټولو مصروفه او وژنکې لار ګڼل کيږي.
له بریتانیا څخه د مهاجرو لومړۍ ډله روونډا هیواد ته استول کیږي
قضاتو د دوشنبې په ورځ په لندن کې حکم صادر کړ چې روانډا ته پر دغه لار د ټولو رسیدلو مهاجرو د ډيپورتولو جنجالي پلان، قانوني دی.
بریتانیا ته د مانش کانال له لارې مهاجرتونه د فرانسې له شمالي سواحلو څخه په کوچنیو کښتيو کې ترسره کيږي. سږکال پر دغه له ۴۵زرو ډیر خلک بریتانيا ته رسيدلي دي.
د مهاجرت پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: