شخړياروپا
بریتانیا له مالي څخه خپل عسکر باسي
۱۴۰۱ آبان ۲۴, سهشنبهاعلان
د بریتانیا د دفاع وزارت معاون، جیمز هېپي خپل د تقریباً ۳۰۰ عسکرو د راوتلو تصمیم د غربي افریقا د دغه هیواد د نظامي حکومت په رفتار باندي مربوط کړ. هغه تر ټولو دمخه په مالي کي د روسي ګروپ، واګنر د ملیشې پر حضور باندي انتقاد وکړ چي د بشر د حقوقو په نقضولو باندي تورن دی. په خبره یې د دغه ګروپ سره د مالي د حکومت ملګرتیا او همکاري د صحرا د ساحې د امنیت په ضرر تمامیږي.