بریتانوۍ نرسه ولې په عمري بند سزا محکومه شوه؟
۱۴۰۲ مرداد ۳۱, سهشنبهبریتانوۍ نرسې لوسي لیټبي ته د اگست پر ۲۱ نیټه د دوشنبې په ورځ د اوو نوو زیږیدلو ماشومانو د قتلولو او د نورو ۶ د وژنېهڅې کولو په جرم د عمري بند سزا واورول شوه، چې له مخې به یې دا خپل پاتې ټول عمر په بند کې تیروي.
په بریتانیا کې لیټبي ته په نوي دور کې د ماشومانو د سیریالي قاتلي په سترگه کتل کیږي. لوسي لیټبي، دغه جرمونه له ۲۰۱۵م کال وروسته په ۱۳ میاشتو کې د شمالي انگلینډ په کاونتیس آف چیستر روغتون کې د نوو زیږیدونکو ماشومانو په یونټ کې ترسره کړي دي.
۳۳ کلنې مجرمې په دې موده کې ۵ نوي زیږیدلي هلکان او دوې نجونې وژلي دي. هغې به ماشومانو ته د انسولین یا هوا پیچکاري کوله او یا به یي ورته په زوره تر اندازې زیاتې شیدې ورکولې.
په بریتانیا کې د عمري بند سزا ډیر لږ ورکول کیږي او تر دې مخکې یوازې ۳ ښځو ته د عمري بند سزا اورول شوې ده.
د رپوټونو په حواله د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۵م کال په لومړیو کې پر دې شک شوی وو.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز