بريتانيا د طالبانو له بنده د خپلو اتباعو د خلاصون اعلان وکړ
۱۴۰۲ مهر ۱۸, سهشنبهد بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سه شنبې په ورځ وویل: «موږ د خپلو هغو څلورو اتباعو د آزادۍ هر کلی کوو چې د افغانستان له قوانینو د سرغړونې په تور د طالبانو له خوا نیول شوې ول.»
د یاد وزارت ویاند زیاته کړې ده: «د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې په باب موږ د خپلو دغو اتباعو د کورنیو په استازیتوب د افغانستان له اوسني حکومت څخه بخښنه غواړو.»
د بریتانیا حکومت نده په ډاګه کړې چې یاد کسان په کوم تور نیول شوې ول. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایې: «موږ خپلو ټولو اتباعو ته د دې یادونه کوو چې په بهر کې د تروریزم هر ډول قوانینو سره په مطابقت عمل وکړې او د منزل هیواد قوانین هم مراعات کړي.»
دا نه ده څرګنده چې دغه کسان کله نیول شوي دي. د روان کال په اپریل میاشت کې بریتانوي چارواکو اعلان وکړ چې د طالبانو د ادارې له زندانونو څخه د دغه هیواد د دریو اتباعو د خوشي کولو هڅې روانې دي.