برلين غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې ۵۰۰ افغان مهاجر ومني
۱۴۰۰ آذر ۲۴, چهارشنبهبرلين په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په ټولیزه توګه له افغانستان څخه ځانګړي محافظت ته اړتيا لرونکي ۵۰۰ پناه غوښتونکي ومني. دا مورد د سه شنبې په ورځ د برلين ایالت د سيمې ایزې ادارې له خوا تصويب شو.
پر دې اساس به هر کال ۱۰۰ کسان د برلين ایالت د مهاجرو د منلو د پروګرام له لارې منل کيږي. په دې کې به هغه کسان شامل وي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالۍ کمیسارۍ (يو ان ايچ سي آر) له خوا محافظت ته اړتيا لرونکو کسانو په توګه درجه بندي شوي وي، لکه سياسي مخالفين او د بشري حقونو فعالان.
د برلين د سيمه ایزې ادارې په حواله دا ايالتي پروګرام د هغو کسانو له پاره دی چې تر مخه یې د آلمان د فدرالي دولت له خوا د منل کيدو تائيدي نه وي ترلاسه کړی.
د برلين ایالتي حکومت همدا راز د بشري دلایلو پر اساس په عين حال کې دا پريکړه هم کړې ده چې د هغو افغان پناه غوښتونکو د کورنيو د منلو مقررات به هم پراخه کړل شي چې په برلين کې ژوند کوي. تر دې د مخه دا استثنايي قانون يوازې سوريايي او عراقي پناه غوښتونکو د خپلوانو د منلو له پاره عملي کيده.
د افغان هنرمندانو د منلو غوښتنه
د آلمان د کارلسروهه ښار د رسنیو موزيم غواړي چې هغه افغان هنرمندان چې له خطر سره مخ دي، د همسبتګۍ د يوه کمپاين په ترڅ کې ومني. د هنر او رسنيو مرکز (زيد کا ام) د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان ناوړه وضعيت ته په کتو سره د هنر او کلتور په برخه کې نړيوالې همکارۍ او تړون ته اړتيا ده.
د ياد موزيم د هنر د برخې مشر پيتر وايبل په دې ترڅ کې له سياستوالو په ګډه د لاس په کار کیدو غوښتنه وکړه. وايبل وويل چې موزیم یې د هنرمندانو منلو ته چمتو دی.
دا وړاندایز لا دمخه په سپتمبر میاشت کې د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته استول شوی دی. په دې کار سره موزيم د «هنرمند په خطر کې» په نوم مرستندويه سازمان له غوښتنليک سره مرسته کوي.
د سپتمبر میاشتې په پېل کې دې سازمان د افغان هنرمندانو له خوا د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن په نوم يو ليک هم خپور کړی وو.
په دې ليک کې له دولتونو څخه غوښتنه شوې ده چې نور دې د افغانستان له ناوړه وضعيت څخه سترګې نه پټوي بلکې د ویزو په ورکړې سره دې د هنرمندانو د را ايستلو ګام پورته کړي. په دې ليک کې راغلي چې لاس ليکوونکي یې تعقيبيږي او د طالبانو له ويرې چې کابو ټول هنرونه د اسلامي قوانين څخه سرغړونه ګڼي، په تېښته دي.
پر دې سربیره زیاته شوې چې «د افغانستان د خلکو ارزښتمن کلتور او روحيه» بايد د راتلونکو نسلونو له پاره خوندي شي.
ب. ص/ ن. ز (afp,epa)
زموږ له آرشيف څخه: