برقع، حجاب او یا هم نقاب؛ کوم يو مسلمانو ښځو له پاره «مناسب» لباس دی؟
په اسلام دين کې حکم شوی چې ښځې بايد حجاب رعايت کړي. د حجاب په اړه متفاوت تفسيرونه شتون لري. په دغه انځوريز رپوت کې هغه تر ټولو معمول لباسونه انتخاب شوي، چې مسلمانې ښځې يې اغوندې.
حجاب
د اسلام دين اکثريت عالمان پر دې توافق لري چې ښځې بايد حجاب واغوندي. حجاب هغه ډول جامې دي چې د ښځې سر، غاړه، لاسونه تر بند او پښې تر بجلک پورې پټوي. په دغه انځور کې امريکايي پيغله هانا شرايم ليدل کيږي چې په خپل کور کې يې حجاب مرعات کړی.
ټيکری (پړونی)
ټيکری يا پړونی تر ټولو معمول لباس دي چې مسلمانې ښځې يې په سر کوي. مسلمانې ښځې په ټيکري باندې خپل د سر ايښتان، غاړه، سينه او نور اندام پټوي. دا په مختلفو رنګونو کې وي خو تر ټولو معمول يې تور دی. ټيکري تر ټولو ډير په افغانستان، پاکستان، ايران، سعودي عربستان، سوريې او عراق کې ښځې په سر کوي. لکه د سعودي عربستان دغه پيغله. دا ډول ټيکري تڼۍ يا کومه غوټه نه لري.
مقنعه
مقنعه يو بل ډول جامه ده چې مسلمانې ښځې يې اغوندې. له دغه لباس لستونې لرونکې ډول يې هم شته. مقنعه د ښځې سر، غاړه او سينه تر نامه پورې پټوی. دغه ډول اسلامي لباس تر ټولو ډير په ايران او بيا په افغانستان او سوريه کې رايج دی. په ايران کې ښځينه زده کونکې او حکومتي مامورينې د مقنعه پر اغوستلو مکلف ګرځول شوي دي.
چادر نماز
چادر نماز يو لوی او پراخ لباس دی چې په اغوستلو سره يې د ښځې بدن له سر نه تر پښو پورې پټيږي. د مخ پټول په کې اختياري دی، ځينې ښځې په کې پټوي او ځينې نه. دغه ډول اسلامي لباس تر ډيره په ايران او همدا ډول د افغانستان په يو شمير سيمو کې کارول کيږي. په عام ډول په تور رنګ کې دي، خو په ځينو نورو رنګونو کې هم جوړيږي، د بيلګې په توګه سپين رنګ چادر نماز تر ډيره د لمانځه ادا کولو پر وخت اغوستل کيږي.
نقاب
نقاب هغه ډول اسلامي لباس ته وايي چې د ښځو سر او غاړه او د بدن ځينې نورې برخې لکه سينه په کې پتيږي، خو سترکې نه. نقاب تر ډيره په عربي ملکونو کې ښځې په سر کوي. نقابونه په مختلفو ډولونو کې جوړيږي لکه عربي ماډل چې يوه برخه يې شاته اچول کيږي.
عبایا (عبا)
د ښځو دغه ډول اسلامي لباس ته عبايا وايي چې هماغه عبا ده چې سر نه تر پښو پورې يوه ټوټه وي. مختلف ماډولونه لري، د بيلګې په توګه هغه چې مخه يې خلاصه وي او تڼۍ لري او هغه چې مخه يې بشپړه بنده وي. عبا تر ډيره په عربي هيوادونه کې ښځې اغوندي. ځينې ښځې ورسره په خپل رنګ دستکشې هم په لاس کوي. په انځور کې د عبا په ګډون مختلف اسلامي حجابونه د مود په يوه نمايش کې ښودل کيږي.
برقع
برقع يا چادري په افغانستان کې تر تولو رايج اسلامي لباس دی چې ښځې يې د بدن پوښلو په موخه اغوندي. په مختلفو رنګونو کې جوړيږي خو تر ټولو معمول يې آبي رنګ دی. برقع د افغانستان تر څنګ په پاکستان کې هم رايج ده. د دغه پوښښ په اړه ځينې وخت بحثونه هم راپورته کيږي. يو شمير افغانان برقع مناسب حجاب نه ګڼي.
نوي ماډولونه
د نورو جامو په څير نن ورځ د اسلامي لباسونو په مود کې هم په پر له پسې توګه تغييرات رامنځ ته کيږي. حتی د اسلامي لباسونو ډولونه اوس د مود او فيشن په نړيوالو نندارتونونو کې ښودل کيږي. لکه په ماليزيا کې دغه نمايش (انځور).
"محبجه"
د حجاب رعايت يا د مسلمانو ښځو د بدن د پټولو له پاره مناسب لباس د نړۍ په هر ګوډ کې فرق کوي. موږ په دغه انځوريز رپوټ کې د دغو حجابونو يو څو معمول ډولونه ښودلي دي. د نوعيت له مخې د حجاب انتخاب، په هر ټولنه کې د خلکو د عقايدو، يوهې او دودونو له مخې تفاوت لري.
له حجاب پرته يا لوڅ سر
داسې مسلمان ښځې هم شته چې ټيکری نه په سر کوي، لکه له اردن څخه ملکه راينا. هغه وايي چې اسلام دين ښځې نه دي مجبوره کړي چې خپل مخ پټ کړي. ملکه راينا وايي د ښځو په اړه قضاوتونه بايد د هغو د اخلاقو او د يني ارزښتونو له مخې وشي نه د هغه څه له مخې چې اغوندي يې.
قیود
د اسلامي حجاب قوانين په هر ملک کې توپير لري. په ځينو هيوادونو کې حتی شرعې پوليس ښځو ته د حجاب د رعايت په اړه خبرداری ورکوي. د بيلګې په توګه په دغه انځور کې په ايران کې يوه پوليسه ښځه بلې ښځې ته د هغې د ټيکري په اړه خبرداری ورکوي.
پوښتنه
د اسلامي هيوادونو اکثره ښځې اوس دا پوښتنه مطرح کوي چې دوی له پاره تر ټولو «مناسب» حجاب چې هغه د نارينه وو هم خوښ وي، کوم دی. يعنې اوس پوښتنه دا ده چې ښځو له پاره تر ټولو «مناسب» اسلامي پوښښ کوم دی؟ لکه څنګه چې په يوه هنري نندارتون کې د يوې ښځينه هنرمندې له خوا په دې اړه دغه نقاشي نندارې ته وړاندې شوې وه.