بايسکل: د ۲۰۰ کلن تاريخ سره هم د نړۍ يوه عصري وسيله
بایسکل نه يوازې يوه ارزانه نقليه وسيله ده، بلکې د انسانانو روغتیا او چابيريال ته هم ګټور دی. هرکال د جون مياشتې په ۳مه د بايسکل نړيواله ورځ لمانځل کيږي. بایسکل د خپل ۲۰۰ کلن تاريخ سره لاهم د نړۍ يوه عصري وسيله ګڼل کيږي.
آلمان
اوس په نړۍ کې ټول کال داسې غونډې جوړيږي او مراسم ترسره کيږي چې په کې چاپيريال ته د بایسکل د ګټو پر اهميت ټينګار کيږي. په آلمان کې هره مياشت د «Critical Mass» په نوم مراسم ترسره کيږي چې په زرونو بایسکل چلونکي په کې په یو منظم حرکت سره خپل انتقادي کاروان د آلمان پر ټولو لويو ښارونو ګرځوي.
دنمارک: د بایسکل ملګری هيواد
سږکال د دنمارک هیواد پلازمينه کوپنهاګن ښار د نړۍ په کچه د بايسکل تر ټولو ملګري ښار ونومول شو. د دغه ښار نژدې نيم اوسیدونکي، کسبه کاران او زده کوونکي بایسکل ګرځوي.
بایسکل د کاربن دای اوکسايد کچه ټيټوي
بایسکل د کاربن دای اوکسايد د ډيريدو مخه نيسي. د آلمان د ترانسپورت وزارت اټکل کوي چې که چيرته د موټر پر ځای بایسکل وکارول شي، او يوازې ۳۰ سلنه لارې په بایسکل ووهل شي نو په کال اووه نيم ميليون ټنه کاربن دای اوکسايد کميږي.
ځيرک کرايي بايسکلونه
نن ورځ نه يوازې د پاريس، روم او هامبورګ په شان مشهورو ښارونو کې څيرک کرايي بايسکلونه رایج شوي بلکه په وړو ښارونو کې هم مخ په ډيريدو دي. ځيرک بايسکلونه چې د ښار په مختلفو سيمو کې درول شوي وي په آنلاین توګه کراه کيږي او د ټاکلي وخت په پوره کيدو له فعاليته غورځي او هملته پريښودل کيږي. شرکتونه بیا دغه بایسکلونه بيرته له سيمو راټولوي.
درې ټيره بايسکلونه چې تقريبا په ملاستې چلول کيږي
د دغه ډول بایسکل چلونکی کولای شي د حرکت پر وخت پر بایسکل اوږود وغځيږي. د دغه بایسکل يوه ګټه دا ده چې ملا د تير مهرې له شخوالي سره نه مخ کيږي. هغه کسان چې د ګرځيدو يا بل فعاليت پر وخت د ملا له درده کړيږي، دغه بایسکل ورسره مرسته کوي چې د چلونې پر وخت د درد احساس ونه کړي.د دغه بایسکل د چلونې پر وخت لاسونه هم آزاد وي.
د سودا او نورو شيانو د حمل و نقل بایسکلونه
دغه ډول بایسکلونه ترڅنګ د دې چې يو اندازه بار انتقالولی شي، په ډيره سادګۍ د ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې د چلونې وړ هم دي. يو باروړنکی بایسکل کولای شي تر ۲۰۰ کيلوګرامه پورې بار ويسي. خو د بايسکل کيفيت ته په کتو دغه وزن فرق کوي.
څلور ټيره بار وړونکی بایسکل
دغه بایسکل څلور ټيره، دوه قوي بطرۍ او يو د بار وړلو له پاره د اوسپنې یا تختې صندوق لري. په ښآرونو کې ورځ تر بلې د موټرو شمير زياتيږي او دغه بایسکلونه کولای شي په ځينو حالاتو کې د موټر له پاره ډېر ښه بديل واقع شي.
برقي يا بريښنايي بایسکل
برقي بایسکلونه هم چاپيريال ته او هم د چلونکي د متناسب اندام له پاره مرسته کوي.کله چې د برفي بایسکل چلونکی ستړی شي کولای شي د هغه له بطرۍ څخه کار واخلي يعنې پرته له پښو وښلو خپل سفر ته ادامه ورکړي. د دغو بایسکلونو بطري په يوه ساعت کې د ۴۰۰ واټو بريښنا ظرفيت لري او کولای شي بايسکل د ۱۰۰ کيلومتره يو ساعت په سرعت سره وځغلوي.
د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۸م کال کې تصميم ونيوه چې د کال له ورځو څخه يوه يې د بایسکل نړيوالې ورځ ته بیله کړي. د دغه اقدام یو هدف دا وو چې په ټوله نړۍ کې د دغې ارزانه او د چاپيريال له پاره ګټورې نقليه وسيلې د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه شو وي.