بايرن مونشن د جرمني اتل سو
د بايرن مونش فوټبال لوبډله خپله ۲۵مه اتلولي لمانځي. د مونشن د فوټبال لوبډله د سياليو تر درو لوبو دمخه لا لومړی مقام خپل کړ.
د بايرن مونشن لوبډلي د روانو سيالو په ۳۰ لوبو کي ۷۷ گوله وهلي دي. د دوی تر ټولو ډېر گولونه لس لمبر ارين روبين وهلي دي. د دوی ستره لوبه له هامبورگ سره وه چي ۸ پر صفر ئې وگټله.
بايرن مونشن لوبډلي د سيالو په لومړی پړاو کي يوه لوبه هم نه بايلوده. دوی په پرلپسې ډول ۲۱ لوبي وگټلې. دغي لوبډلي يو وخت په ۵۳ لوبو کي ماته نه و خوړلې.
د لوبډلي کپتان فيليپ لام دی. لام د ۲۰۱۴م کال د فوټبال نړيوال اتل هم سو. لام په دغه لوبډله کي ۳۲۱ لوبي کړي دي د ده په موجوديت کي ئې ۲۰۰ لوبي گټلي دي.
د نړۍ يو له تر ټولو اتلو گولکيپرانو څخه مانويل نويه دئ. هغه په ټولو ۳۰ لوبو کي چي تر اوسه ترسره سوي دي يوازي ۱۳ گوله خوړلي دي. هغه په ۱۹ لوبو کي يو گول هم نه دی پرې ايښی.
مانويل نويه يو له هغو گولکيپرانو څخه دئ، چي ډېر گړندی حرکت لري او په ميدان کي لوبه کوي.
بايرن مونشن خپله لومړۍ لوبه پر ولسبورگ باندي بايلوده.
او بيا ئې دوهمه لوبه پر مونشن گلادبخ باندي بايلوده، چي د دوی له پاره ډيره دردونکې وه.
بايرن مونشن په روانو سيالو کي ډېر تکړه ستوري ارين روبين، فرانک ريبري، مارتينڅ، تيياگو، بادشتوبه او البا په څو څو لوبو کي د ټپي کېدو په سبب لوبي ونه کړې.
په وروستيو سياليو کي بايرن مونشن حتي بديل لوبغاړي نه لره چي ميدان ته ئې داخل کړي، ځکه ډېر کسان ئې خوږ ول.
دوې اوونۍ دمخه د دغي لوبډلي د ډاکټرنو مشر چي له نزدې ۳۴ کالو راهيسي ئې په دغه کلپ کي دنده لرله استعفا ورکړه. ويل کيږي چي د هغه د تلو دليل د ترينر گوارديلو او هغه ترمنځ وروستي جنجالونه ول.
د بايرن مونشن پر ترينر باندي ځني نيوکي هم سوي دي، خو په اتلولۍ سره هغه وښووله چي د دغه کلپ د ترينرۍ وړتيا لري.
نړيوال اتل باستيان شواينشتايگر په سږنيو لوبو کي ډېر لږ په ميدان کي راڅرگندېدی. د هغه ځای هسپانوي شاوي الونزو نيولی وو. اوس داسي ويل کيږي چي شواينشتايگر کيدای سي چي له دې لوبډلي ولاړ سي.