بايدن د امريکا د دموکرات ګوند رسمي نوماند شو
۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبهاوس ښايي ښکاره وي چې جو بايدن به د نومبر د دريمې نېټې د دموکرات ګوند د نوماند په توګه په ولسمشريزو ټاکنو کې د دونالد ترمپ په وړاندې دريږي. ترمپ به هڅه وکړي چې د دويمې دورې له پاره انتخاب شي. بايدن د جمعې په ماښام وويل چې په تېرو مقدماتي ټاکنو کې د برياوو له کبله يې اوس د استازو د لازمو ۱۹۹۱ رايو پر ځای لا زياتې رايې تر لاسه کړي چې په دې سره د ګوند اصلي کانديد جوړېدلی شي.
بايدن دا هم وويل چې «د وياړ خبره وه چې د کانديدانو له داسې يوې مهارت لرونکې ډلې سره مې سيالي وکړه چې د دموکرات ګوند په تاريخ کې يې ځانونه نوماند کړي ول.» د هغه په خبره دی وياړي چې ګوند به يې اوس په ګډه انتخاباتو ته مخه کوي.
بايدن پر ترمپ نيوکه وکړه
د دموکرات ګوند کانديد همداراز د ولسمشر ترمپ پر څرګندونو نيوکه کړې چې نوموړي د وژل شوي تورپوستي امريکايي جورج فلويد په تړاو د کار د بازار په هکله کړې وې. بايدن په تويتر کې وليکل چې د فلويد وروستيو څرګندونو «زه ساه نه شم اخيستلی» د امریکا په متحده آيالاتو او ټوله نړۍ کې ازانګې کړې دي. د هغه په خبره دا چې «ولسمشر هڅه کوي هغه ته نور لغتونه راجع کړي، په رښتيا سره د کرکې وړ خبره ده.»
ترمپ ويلي وو چې د پوليسو په يوه تاوتريخجن ماموريت کې وژل شوی فلويد ښايي د متحده آيالاتو د کار په بازار کې د ښه پرمختګ له کبله خوشحاله وای. دا ځکه چې د کرونا په بحران کې د بې کارانو شمېر په حيرانونکي ډول يو څه راکم شوی دی. د پوليسو په يوه ماموريت کې د فلويد وژنې په ټوله امريکا کې د توکم پالنې او د پوليسو د تاوتريخوالي پر ضد احتجاجونه راټوکولي ول. يوه سپين پوستي پوليس د ياد افريقايي امريکايي په ورمېږ باندې د زنګانه په واسطه کابو نهه دقيقې فشار وارد کړی وو سره له دې چې فلويد په تکرار سره ويلي وو چې «زه ساه نه شم اخيستلی» چې لږ وروسته مړ هم شو.