ایټالیا د "جنجالي ایږې" په لټه کې ده
بلاخره په ایټالیا کي د یو انسان د مړینې لامل روښانه شو. ویل شوي چې یاد شخص د یوې ایږې له خوا وژل شوی او له دې مخکي یې هم پر انسانانو حملې کړي.
اندریا پاپي، وژل شوې منډه وهونکې
تیره اونۍ د ایټالیا په ترینتینو ولایت کې، یو ۲۶ کلن منډه وهونکی په ځنګل کې د ځغاستي پرمهال په مرموز ډول ووژل شو. اوس، څارنوالانو د یوې ایږې "ډي ان اې" د "جي جي څلور" کوډ په درلودو سره کشف کړ چې ښېې دا کار د همدې ایږې دی.
جی جی څلور؛ قاتله ایږه
دا ایږه د بورنو خور ده، چې د "جنجالي ایږ" په نوم یادیږي او په ۲۰۰۶ کې په ډزو وژل شوې وو. دا ایږ چې د "جي جي" یو کوډ په نوم پیږندل کیده، هغه مهال ېې د آلمان په بایرن ایالت کې په ورانۍ لاس پورې کړ. ډېر پسونه يې وڅیرل او د مچيو ځالې او د کروندګرو کوټي ېې لوټ کړې. د هغه وخت د بایرن لومړي وزیر اډمونډ سټیوبر هغه ته دا لقب ورکړ او سزا یې ورته صادره کړه.
جي جي یو؛ جنجالي بورنو
د یادو دوو سلوانیایې ایږو مور او پلار خوزه او یورکا دي چې د اروپایی اتحادیې د پروژې د یوې برخې په توګه د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ ایټالیا ته راوړل شول. په هغه وخت کې بورنو د آلمان بایرن ایالت ته کډوال شو.
د قاتل خور
د ایټالیا په ترینتینو کې یاده ایږه ناپیژندل شوې نه ده. د څارنوالۍ په وینا، هغې د ۲۰۲۰ په دوبي کې په مونټ پلیر کې پر یو پلار او زوی برید وکړ. حتی بیا هم هغه باید د عامه خوندیتوب تضمین کولو لپاره وژل شوې وای. په هرصورت، اداري محکمې دا پریکړه رد کړه. یاده ایږه د موقعیت د موندلو په یوې الې مجهزه شوې وه، کوم چې اوس کار نه کوې او د خپلو حرکتونو په اړه هیڅ معلومات نه لیږدوي.
د وژل شوې منډه وهونکې د تدفین مراسیم
دا منډه وهونکی د ویل دی سولیل په ځنګل کې له منډه وهلو وروسته کور ته راستون نه شو. څو ساعته وروسته، د هغه جسد د ځنګل په لاره کې وموندل شو چې د هغه په بدن او مخ د ژورو ټپونو نښې وې. دا د برید لومړنی شک و. خو وروسته اټوپسې دا شک تایید کړ.
وژونکې ایږه
د دغه قاتل لټون دوام لري. په ایټالیا کې د انسانانو او حیواناتو ترمنځ د همږغۍ په اړه ګرم بحثونه پیل شوي دي. مائوریتزیو فوګاتی، د ترنتینو-آلتو آدیگه سیمې مشر، د مخه پریکړه کړې وه چې دا ایږه باید و وژل شي. هغه وویل "د عامه خوندیتوب لپاره باید دا ایږه حذف شي."
وچ شوې بورنوی
د ایټالیا د چاپیریال ساتنې وزیر فوګاتی و ژیلبرتو پیچتو فراتین د سه شنبې په ورځ د ستونزې په اړه خبرې وکړې. فوګاټي له ترنتینو څخه نورو سیمو ته د ایږو د ډله ایز لیږد ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د ایږ نفوس باید نیمایي ته راکم شي. د اروپاېې ټولنې د پروژې په وخت کې، په ترنتینو کې شاوخوا ۱۰۰ ایږان وو.