ایرنا: طالبانو ایران ته د اوبو حق منلی دی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهایراني خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې دوی د ایران د اوبو حق په رسمیت پېژني.
آيا د اوبو پر موضوع به د ايران او طالبانو اړيکې ترينګلې شي؟
ایرنا خبری اژانس د متقي له قوله لیکلی، چې هیڅکله د اوبو په برخه کي کوم چيلنج نه غواړی او د ایران د اوبو حق ته ژمن دي.
د ایرنا د راپور له مخې متقي هیله څرګنده کړې چې سږ کال به کافي باران وشي او په دې سره به د اوبو زیرمې زیاتې شي چې د ایران او افغانستان اړتیاوې به پوره کړي.
د هلمند پر سیند د ایران ادعا د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه له جنجالي مسلو څخه ده. په وروستیو کلونو کې په دواړو هېوادونو کې د پرله پسې وچکالیو له امله دا مسله نوره هم مهمه شوې ده.
د ایران د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهان د یکشنبې په ورځ د ایران د پارلمان له یو شمېر غړو سره د هلمند پر سیند د ایران د ادعا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا موضوع یې له طالبانو سره شریکه کړې او دوی به یې حق ته غاړه کښېږدي.
د طالبانو حکومت چې تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلې، له ایران سره نږدې اړیکې لري، د ایران اسلامي جمهوریت په ایران کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ د طالبانو ډیپلوماتانو ته سپارلې دي.
کاظمي قمي د ایران د حق آبې د تامین غوښتنه کړې
د ایران د دې ادعا په اړه ناندرۍ هغه مهال زیاتې شوې، چې د نیمروز په ولایت کې د هلمند پر سیند د کمال خان بند په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال جوړ شو.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند پر سیند د ایران د اوبو د حق په اړه یو تړون لاسلیک کړ. د افغانستان د تیر اسلامي جمهوریت مسؤولینو ویلې ول چې ایران ته به وړیا اوبه نه ورکوي او له هغه وروسته د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان ترمنځ ناندرۍ لاهم پر خپل ځاې پاتې دي.