«ایراني بریدونو امریکایي عسکرو ته شدیده ذهني صدمه رسولې»
۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبهد خپلو ابتدایي څرګندونو د اصلاح په ترڅ کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دا هم وویل چې د ایران له خوا د عراق پر پوځي اډو په توغندیزو بریدونو کې هیڅ امریکایي سرتیری شدید ټپي شوی نه وو. اوس د امریکایي پوځ دفتر د هغو سرتیرو شمیر ۳۴ ښودلی دی چې ذهني ضربه یي لیدلې ده. پنټاګون پخوا دغه شمیر ۱۱ ښودلی وو.
ایراني حکومت د بی پیلوټه الوتکې په برید کې د دغه هیواد د القدس ملیشه ځواکونو د مشر جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غبرګون کې په عراق کې پر هغو دوو پوځي اډو برید وکړ په کوم کې چې امریکایي پوځیان موجود وو. دغه پوځي اډې یو یي د عراق په لویدیځ کې د راس العین او بل یي د عراق په شمال کې د اربیل ښار ته نږدې واقع دي.
د دغو امریکایي پوځیانو له جملې څخه چې شدیده ذهني ضربه یي لیدلې ده ۸ تنه یي په آلمان کې د امریکایي پوځیانو روغتون ته د درملنې له پاره لیږدول شوي دي. د توغندیزو بریدونو په نتیجه کې د چاودنو له امله د دغو سرتیرو ذهني وضع تر نورو زیات د اندیښنې وړ بلل شوی دی. دا هم ویل شوي دي چې په ذهني توګه د زیانمنو شویو سرتیرو نیمایي یې بیرته خپلو دندو ته ورګرځیدلي دي.
تر اوسه پورې امریکایي چارواکو د دغو توغندیزو بریدونو په پایله کې د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه ورستي معلومات نه دي وړاندې کړي.
دا خبره مهمه ده چې د ایران د توغندیزو بریدونو پر مهال اکثره امریکایي پوځیان تر ځمکې لاندې پټنځایونو کې وو. د دغو پوځي اډو د ځمکې د پاسه توغندي چاودیدلي وو.
د قاسم سلیماني تر وژل کیدو او په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو تر توغندیزو بریدونو وروسته د ایران او امریکا ترمنځ وضعیت ترینګلی شوی دی. په ظاهره کې وضعه اوس پر سکون ښکاري، خو د توپان د راتلو خطر نه دی لمنځه تللی.
د ایران د توغندیزو بریدونو په پایله کې امریکایي پوځیانو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه نړیوالې رسنۍ، سیاسي او دیپلوماتیکې کړۍ اوس هم په شک کې دي.
دوی غواړي په حقیقت پوه شي. دا هم یوه معما ده چې د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته د امریکا د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ څه ډول نظر موجود دی او یا هم د تړلو دروازو ترشا پریکړې په کوم انداز سره نیول کیږي.
دویچه ویله/ش.ن/ا.ا