1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په لبنان کي د برق دستگاوي جوړوي

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

ایران غواړي د لبنان د اقتصادي بحران په منځ کي د دغه مدیترانه يي هیواد سره د برق دستگاوو په جوړولو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4MCgS
Libanon | Treffen Abdallah Bouhabib mit Hossein Amirabdollahian in Beirut
انځور: Bilal Hussein/AP Photo/picture alliance

د دې خبري څخه د ایران خارجه وزیر، حسین امیرعبدالهیان تیره جمعه د بیروت څخه د لیدني کتني پرمهال رپوټ ورکړ.

په لبنان کي په اوس وخت کي د برق کمبود تر ټولو لوی مشکل دی، کوم چي د برق یوه لویه برخه د ډیزلي جنراتورونو پواسطه پوره کوي.

دغه مدیترانه يي هیواد تر درو کلونو لا اضافه د خپل تاریخ د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، کوم چي د کرونا وبا او بندري ښار بیروت کي د ۲۰۲۰ م کال په اگست میاشت کي د زوروري چاودني په سبب لا سخت سوی دی.

Libanon Beirut | Stromleitungen
انځور: Joseph Eid/AFP

د لبنان درې پر څلورمه برخه اوسیدونکی په غربت کي ژوند کوي. ملي اسعارو یې تر ۹۰ فیصده لا اضافه ارزښت له لاسه ورکړی او انفلاسیون یې تر ۱۵۰ فیصده اوښتی دی. د دغي خرابي زیربنا په دلیل ډیر لبنانیان مجبوره دي، د ورځي څو ساعته په بې برقۍ کي تیري کړي.  

اسراییلو او لبنان د ګازو د استحصال پرسر شخړه پای ته ورسوله

امیرعبدالهیان به د لبنان څخه د خپلي لیدني کتني پرمهال د شیعه حزب الله د مشر سره هم وگوري. دغه حزب د اسرائیلو د حملو په جواب او ایران په کومک په ۱۹۸۲ م کال کي تأسیس سو. د هغه راهیسي دغه حزب د اسرائیلو پرضد سیاسي، لیکن نظامي هم جنگیږي. د ۱۹۹۲ م کال راوروسته هغه په پارلمان کي هم نمایندگي لري.

لبنان کې اقتصادي بحران؛ خلک پر بانکونو حملې کوي او خپلې پېسې راوباسي

دغه ډله د ایران د «مقاومت په محور» کي حسابیږي، خو امیرعبدالهیان په بیروت کي وویل، چي ایران نه غواړي د لبنان په سیاست کي مداخله وکړي.

حزب الله خیریه کارونه هم سرته رسوي، خو یو نظامي اړخ لري، چي د اټکلونو پراساس څو زره جنگیالي لري. په جرمني کي دغه ډله د ۲۰۱۹ م کال راهیسي منع ده او يو تروريستي سازمان بلل کيږي.