ایران وايي هایپرسونیک یا له غږ څخه چټک توغندي یې جوړ کړي
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبهله ږغ څخه چټک یا هایپرسونیک توغندي دا وړتیا لري چې د ږغ د سرعت پنځه برابره حرکت وکړي. د ایران انقلابې ځواکونو یا سپاه پاسدارن دا ادعا له هغه وروسته وکړه چې یوشمیر غربې هیوادونه کوښښ کوي څو دغه ډله د ترهګرو په لست کې ور اضافه کړي.
د ایران د انقلابې ځواکونو د فضایې ساتنې قوماندان امیرعلی حاجي زاده، د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ایران د ږغ نه چټک توغندی جوړ کړي چې د توغندیو د دفاع په ټولو دفاعي طاقتونو کې د نفوذ وړتیا لري. هغه وویل: «دا بالستیک توغندي د ږغ نه چټک او د توغندیو د مخنیوي له پاره جوړ سوي دي.»
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دغه جنرال وویل: «دا توغندی به وکولای سي چې د توغندیو د ټولو هوایې دفاعي سیستمونو څخه تیر سې.» نوموړي ایراني جنرال په تلویزیوني وینا کې چې د پنج شنبې په ورځ خپره شوې، ویلي چې دوی باوري دي داسې یو سیستم چې د دې توغندي د مخنیوی وړتیا ولري، دا به لسیزې وخت ونیسې.» نوموړي زیاته کړې چې «دا راکیټ چې د دښمن د توغندیو ضد سیستمونه په نخښه کولی شي، دا د توغندیو په پراختیا کې د یو لوی بدلون استازی توب کوي.»د امریکا پوځ تر غږ چټک د توغندي د بریالۍ آزموېنې ادعا کړې
دا اعلامیه له هغه وروسته خپرېږي چې ایران څه موده وړاندې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په ورکړي اعتراف وکړ. که څه هم له هغه وروسته چې روسیې پر اوکراین حمله کړې، ایران دغه خبره تل رد کړې وه. خو په وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې ایران څو د ګوتو په شمار بې پیلوټه الوتکې د اوکراین د حملې نه مخکې د مسکو په واک کې ورکړې وې او د اوکراین په جګړه کې یې د یادو بې پیلوټ الوتکو له استفادې بې خبري وښوده.
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست د اکتوبر په ۱۶مه راپور ورکړ چې ایران روسیې ته د توغندیو د لیږلو په اړه تیاری نیسې خو تهران دا راپور «مکمل غلط» بللې او رد کړی یې دی. د روسیې د هایپرسونیک یا تر غږ چټک توغندي په اړه معلومات
د بالیسټکې توغندیو بر عکس، د ږغ نه چټک توغندي د اتمسفیر په ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوي او په بالقوه توګه په چټکه توګه خپلو هدفونه په نخښه کوي.
تیر کال د شمالي کوریا لخوا د ږغ نه چټک د یوه توغندي ازموینه وکړه چې په نړیواله سطحه یې په یاده برخه کې د ټکنالوژۍ د لاسته راوړلو له پاره اندېښنې هم را وپارولې.