ایران: دوو چاودنو کې ۸۴ کسان وژل شوي او ۲۸۴ ژوبل دي
۱۴۰۲ دی ۱۴, پنجشنبهپرون تر چاودنې وروسته ایراني رسنیو او چارواکو د تلفاتو په هکله مختلفلې شمیرې وړاندې کولې. دغو چاودنو کې دایراني چارواکو په حواله د د وژل شویو او ټپيانو شمېر لوړ ښودل شوی و. د ایرنا دولتي خبري اژانس د پنجشنبې پر ورځ وروستۍ شمېرې د ایران د بېړنیو پېښو د ملي مرکز د مشر جعفر میادفر له قوله خپرې کړي دي.
دولتي رسنیو په لومړیو کې د مړو کسانو شمېر ۱۰۳ ښودلی و؛ خو د ایران د روغتیا وزیر څو ساعته وروسته وویل، دغو چاودنو کې ۹۵ کسان وژل شوي دي.
ایران له دغو پېښو وروسته اسرائیل او امریکا ته د پړې ګوته نیولې ده. ایرانیو چارواکو دا«یوه ترهګریزه پېښه» یاده کړې ده. دغه چاودنې د چهارشنبې پر ورځ د ایران کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني د تدفین ځای ته نیږدې شوي دي.
تر دې دمه د اروپايي ټولنې او المان په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو دغه پېښه غندلې ده. دا د ایران اسلامي جمهوریت ۴۵ کلن تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی دی.