ایران دوه نور کسان د اعتراضونو سره په تړاو اعدام کړي
۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبهد فرانسې خبري آژانس، د ایران د قضايي خبري آژانس، میزان آنلاین په حواله رپوټ ورکړی چې «محمد مهدي کرمي او سعید محمد حسيني، مهم جرمي اعتراض کونکي چې د روح الله عجمیان د شهادت سبب شول، نن سهار په دار وځړول شول.»
دې سره په ایران کې د مهسا اميني د مړېنې وروسته پيل شوو اعتراضونو سره په تړاو، د اعدامونو شمیر ۴ ته ورسيد، دوه نارینه په دسمبر کې اعدام شوي ول چې نړیوال غبرګونونه ېې له ځانه سره درلودل.
په ايران کې ۱۶ اعتراض کوونکي د شکنجو له کبله مړه شوي
د میزان آنلاین زیاتوي چې دغه دوه تنه د دسمبر په اوایلو کې په لومړنۍ محکمه کې پر اعدام محکوم شول او سوپریم کورټ د سه شنبې په ورځ د هغوی د اعدام حکم، د نوامبر په ۳مه د عجمیان د وژنې په تور، اجرا کړ.
د میزان خبري آژانس هم نن شنبه پر خپله ويب پاڼه لیکلي دي: «د شهید عجمیان د مظلومانه شهادت د دوو تنو عاملانو د اعدام حکم اجرا شو.» سرچينې ادعا کړې چې تورنو هر یو محمد مهدی کرمی او محمد حسین په محکمه کې د سید روح الله عجمیان د وژنې طرز په صراحت سره تشريح او په «دغه جنایت کې ېې پر خپل رول اعتراف وکړ.»
په ایران کې د نیونو په هکله د امریکا او بریتانيا اندېښنه
قرباني د بسيج په نوم ځواکونو غړی وو. څارنوالانو وړاندې ويلي وو چې دغه ۲۷ کلن ځوان د يو لوی شمیر کسانو له خوا چې د حدیث نجفي په نوم د یو وژل شوي اعتراض کونکي د ماتم مراسمو ته راټول شوي ول، بربنډ کړی او بیا ېې وژلی دی.
ایران کې اعتراضونه د پولیسو په توقیف کې د مهسا اميني په نوم د ېوې ځوانې ښځې د مړېنې په غبرګون کې پيل شول.
۲۲ کلنه اميني یوه کرده ایرانۍ وه چې د ایران اخلاقي يا ګشت ارشاد په نوم پولیسو په سپتمبر مياشت کې د حجاب د نه مراعاتولو په تور ونېوله چې بیا په توقیف کې مړه شوه.
د ایران د بشري حقونو سازمان: نږدې وخت کې به شپږ تنه اعدام شي
د فرانسې خبري آژانس د ایراني چارواکو له قوله ليکي چې د دغو اعتراضونو له پیل راهیسې ۱۴ کسان پر اعدام محکوم شوي چې ۴ تنه ېې اعدام شوي، د دوو د اعدام حکم د سوپریم کورت له خوا تصدیق شوی، شپږ ېې خپلو راتلونکو محکمو ته منتظر دي او دوه ېې کولی شي اپيل وکړي.
اې اېف پي/م.ک.ص./ا.ا.