ایران او پاکستان د ګازو پایپ لاين د بشپړولو لارې سنجوي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سهشنبهد پاکستان له پاره د ایران جنرال کنسل حسن نورین، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې هیواد یې له پاکستان سره په ګډه اوس هم غواړي د ګازو د پایپ لاین پروژه بشپړه کړي. هغه زیاته کړې ده: «موږ د پاکستان له لورې د دې پروژې د بشپړولو له پاره سیاسي اراده وینو.»
ایران او پاکستان په ۲۰۱۰م کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایران د سویلي فارس ګاز د یوه پایپ لاین له لارې د پاکستان بلوچستان او سیند ايالتونو ته رسیږي. که څه هم له تړون نزدې یوه نیمه لسیزه تیریږي، خو پاکستان خپله برخه کار لا نه دی بشپړ کړی او هغه یې اوس درولی دی. لامل یې د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو ویره ده.
امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې د دغه هیواد د هسته یي پروګرام له کبله بندیزونه لګولي دي او له دې کبله ډېر هیوادونه چې له واشنګټن سره نزدې اړیکې لري له تهران سره د لویو پروژو عملي کولو ته زړه نه ښه کوي.
آژانسونه / م.س