1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

«ایران او عراق د کردي ډلو پر بې وسلې کولو توافق کړی دی»

۱۴۰۲ شهریور ۷, سه‌شنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې له عراق سره يې په تبعيد کې د ایران د کردي مخالفو ډلو چې د دغه هېواد په شمال کې په خپلواکمنه توگه فعاليت کوي، د بې وسلې کولو او بيرته ځای پر ځای کولو توافق کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Vh9e
په عراق کې د کردي پيشمرګه ځواکونو يو وسله وال
عراق: د کردي پيشمرګه ځواکونو يو وسله والانځور: Felipe Dana/AP/picture alliance

د ايران حکومت د دوشنبې په ورځ وويل چې له عراق سره د کردي وسله والو د بې وسلې کولو او بيرته ځای پر ځای کولو په تړاو توافق ته رسیدلی دی.

په تهران کې ويل شوي دي چې که چېرې عراق د سپتمبر مياشتي تر نیمايي پورې دا ژمنه پر ځای نه کړه نو ايران به لاس په کار شي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني، يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل: «د ايران او عراق ترمنځ د رامنځته شوي تړون په حواله د عراق حکومت ژمنه کړې ده چې د سپتمبر تر ۱۹مې نیټې پورې به په عراق کې ترهگرې ډلې بې وسلې کړي.»

اړونده موضوع: د ایران احتجاجونه؛ ایران په عراق کې کردي ملیشې په نخښه کړي

کنعاني وويل: «د سپتمبر ۱۹ ضرب الاجل به په هیڅ صورت کې هم ونه غځول شي.» نوموړي زياته کړه: «تر دې نیټې وروسته که چېرې عراق د خپلې ژمنې په پر ځای کولو کې پاته راشي نو د ایران حکومت به د هېواد د امنيت د تضمينولو له پاره خپل مسئوليت پر ځای کړي.»

کنعاني وويل چې عراق توافق کړی دی چې [کردي وسله وال] د ايران د حکومت له خوا جوړو شويو کمپونو ته انتقال کړي.

د عراق د شمال په خپلواکمنه سيمه کې د ایران د بېلا بېلو اړخونو تر نظارت لاندې کمپونه پراته دي.
د عراق د شمال په خپلواکمنه سيمه کې د ایران د بېلا بېلو اړخونو تر نظارت لاندې کمپونه پراته دي.انځور: IMAGO

د عراق د بهرنیو چارو وزارت يوه ویاند د ایران د ادعاو په اړه له تبصرې ډډه وکړه خو دا خبره یې تائید کړه چې ايران د دې غوښتونکی دی چې په عراق کې د کردانو ډلې بې وسلې او مهاجر کمپونو ته وليږدول شي.

په عراق کې د کردي وسله والو په اړه د ایران انديښنې څه دي؟

د عراق د شمال په خپلواکمنه سيمه کې د ایران د بېلا بېلو اړخونو تر نظارت لاندې کمپونه پراته دي. د تهران حکومت د دې کمپونو اوسيدونکي د «ترهگرو» ډلو په توگه درجه بندي کړي دي.

تهران په عراق کې پر میشتو کردي وسله والوناامنۍ ته د لمن وهلو تور لگوي چې د پوليسو په توقيف کې د مهسا اميني په نوم ځوانې کردۍ تر مړينې وروسته په ټول هېواد کې رامنځته شوې وه.

اړونده موضوع: آلمان د عراق کردي ملیشو ته نوري وسلې ورکوي

د کردانو ټولټال نفوس کابو ۳۵ ميليون دی او په دودیزه توگه هغوی د ترکیې په جنوب ختیځ، د سوریې په شمال ختيځ، د عراق په شمال او د ايران په لویدیځ کې ژوند کوي.

د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې ايران او عراق د خپل سرحد د خونديتوب په موخه يو تړون لاسليک کړ او تر دې لږ وروسته د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي، ويلي ول چې «د عراق او د دغه هېواد د سرحدونو حفاظت موږ ته ډېر مهم دی.»

ايران د دې تېرو څو کلونو په ترڅ کې د عراق په شمال کې له څو لسیزو راهېسې پر میشتو کردانو يو شمیر بريدونه هم کړي دي.

د جولای میاشتې په نيمايي کې د عراق د کورنيو چارو وزارت د عراقي کردستان د سيمې له چارواکو سره په گډه د ایران سره پر پوله د يوې لوا د ځای پر ځای کولو اعلان کړی وو. د ایران د کورنيو چارو وزارت د نويو سرحدي پوستو د جوړولو له پاره د تقريباً ۷ میلیونه ډالرو د ځانگړي کولو خبره هم کړې وه.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, AP)