«ایالتونه باید د مهاجرو د اخراج قانون عملي کړي.»
۱۴۰۲ بهمن ۱۱, چهارشنبهد سوسیال ډیموکراټ گوند مشر، کلینگ بایل د آلمان د ( نویین اوسنابرویکه څایتونگ) په نامه ورځپاڼي ته وویل: «د جرمني ایالتونه اوس د دې امکانات لري او هغوی باید ورڅخه استفاده وکړي. حکومت باید په دې هکله فعال اوسي او کله چي خبره پر هغو مهاجرو له اروپا څخه بریتانیا ته د غیر قانوني مهاجرو ورتګ کم شویوي چي دلته نه سي پیدا کیدای، نو باید بیرته یې ستانه کړي.»
د سوسیال دیموکرات مرستیال مشر زیاته کړه: «خو جرمني باید د مهاجرت په موضوع کي په هره خوا کي بهتره سي. همدارنگه کله چي خبره د هغو کسانو پر منلو وي چي ځانونه مدغم کولای سي او دلته کار کوي. » کلینگ بایل وویل: «موږ له بهر څخه مسلکي کسانو ته اړتیا لرو، ترڅو د یوه قوي هیواد په توگه پاته سو. په هغه کي د ښه راغلاست کلتور خبره هم شاملیږي.»
د جرمني پارلمان د جنورۍ مياشتي په نیمايي کي د رد سوو مهاجرو د لازیات او ژرترژره اخراج په هکله یو قانون تصویب کړ. نوموړي قانون د هغو کسانو له پاره چي د اخراج له گواښ سره مخامخ دي، د اوږدمهاله توقیف امکانات او د تحقیقاتو پر وخت، پولیسو ته د لا زیاتو حقونو د ورکولو زمینه برابروي.
د آلمان حکومت په دې ډول د پناه غوښتونکو شمیر د زیاتیدو او په ډیریو سیمو کي د هغوی د ځای پرځای کولو د امکاناتو د کمښت په وړاندي غبرگون ښيي.
GP/NZ/AG