1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بندیانو د آزادیدو فرمان به مذاکراتو ته لار پرانیزي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې طالب زندانیان په تدریجي ډول آزادیږي. افغان حکومت وایې چې طالب زندانیان له جګړې څخه د لاس اخېستو په شرط خوشې کیږي.

https://p.dw.com/p/3ZE5v
Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ارګ ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورخ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ ۱۱مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل که طالبان د زندانیانو د خوشې کېدو پرمهال تاوتریخوالی کم نه کړي، د هغوی د خوشې کېدو لړۍ به ودرول شي: «له تضمین پرته ټاکل شوې نه ده چې طالب زندانیان دې له بنده خوشې شي.»

د طالب زندانیانو د خوشې کېدو او عفوي فرمان پربنسټ هغه بندیان چې له بنده آزادیږي په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې بیا به د جګړې لیکو ته نه ستنېږي.

په فرمان کې راغلي چې د طالبانو د ۱۵۰۰ بندیانو د بخښنې او خوشي کولو لړۍ به د روان کال د کب ۲۴ مې څخه پیل شي او هره ورځ به د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په کتو سل تنه بندیان خوشې کېږي.

دغه راز، په فرمان کې زیاته شوې: «د طالبانو ډلې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو په جریان کې به، په دوو اونیو کې د طالبانو ۵۰۰ بندیان چې ټول شمېر یې ۳۵۰۰ تنه کېږي، په دې شرط چې تاوتریخوالی د پام وړ کم شي، خوشې کېږي.»

خو مهمه پوښتنه داده چې ایا طالبان به ددغه فرمان له مخې د سولې "بین الافغاني" خبرو ته کیني؟

افغان خبریال ولی الله شاهین چې د سولې خبرې یې له نیږدې څارلي دویچه ویله ته وویل چې د زندانیانو د خوشې کېدو برخه کې لاهم د طالبانو ټولې غوښتنې نه دي پرځای شوي: «طالبان وايي که له پنځو زره یو زنداني هم کم وي دوی خبرو ته نه کیني. طالبان به بین الافغاني خبرو ته حاضر نه شي ځکه د باور چاپیریال رامنځته کېدو لپاره شرط دا دی چې دواړه لوري به ۶ زره زندانیان خوشې کوي یعنې پنځه زره د طالبانو او ۱۰۰۰ کسه د حکومت زندانیان.»

سره له دې چې طالبانو د کومې رسمي اعلامیې په ترڅ کې، د ولسمشر غني د زندانیانو خوشي کېدو فرمان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو رویټرز خبري آژانس د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له قولي لیکلي چې د زندانیانو مشروط خوشې کول له امریکایانو سره د شوې هوکړې خلاف دی.

هاخوا سیاسي شنونکي پردې باور دي چې د سولې بین الافغاني خبرو پيل له پاره نوره هیڅ پلمه نه شته.

د چارو کتونکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل چې د زندانیانو خوشې کېدو په تړاو د ولسمشر غني فرمان کولای شي چې په دې اړه ټولو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د ښاغلي یرغل پروینا له زندانیانو د تضمین اخېستل هغو اندېښنو ته ځواب دی چې ګواکې دغه زندانیان به بیا جګړې ته وروګرځي: «نور له طالبانو سره د خبرو نه پيلولو ته هیڅ بهانه نه ده پاتې، نور هیڅ خنډ نشته چې بین الافغاني خبرې پيل نه شي.»

د بین الافغاني خبرو د پيل له پاره اړینه ده چې افغان حکومت خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړي.

ولسمشر غني د "لوړې" مراسمو ته په وینا کې ویلي ول چې پرسبا یې دغه پلاوی اعلانوي خو د دوو ورځو په تېرېدو سره هم دغه پلاوی نه دی ګمارل شوی.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل، چې د مذاکراتي پلاوي د ګمارلو له پاره له ټولو سیاسي اړخونو سره سلا مشورې شوي: «د مذاکراتي پلاوي پر تشکیل کار روان دی او ډیر ژر به نهايي شي.»

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې دوه ورځې وړاندې د دوو ټاکنیزو سیالانو همهاله "لوړې" افغانستان له سیاسي بې ثباتی سره مخ کړی.

په هېواد کې دغو سیاسي ناندریو خلک هم اندېښمن کړي او نیوکه کوي چې ښايي له امله یې د افغان سولې بهیر خورا زیانمن شي.

صدیق صدیقي، په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې«حکومت اوس هم د خبرو له لارې د سیاسي اختلافاتو هواري ته ژمن دی.»

د صدیقي په وینا، د حکومت د نوې کابینې په تشکیل کې د ځنډ یو لامل هم دا دی چې ولسمشر غني له سیاسي اړخونو سره خبرو ته بشپړ چمتوالی لري.

اسماعیل شاکر – کابل