اکوادور: که اړتیا وي د لسو کلونو له پاره هم اسانج ساتو
۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبهاعلان
د اکوادور هیواد ویلي دي چې که اړتیا وي نو ان د څو کلونو له پاره به په لندن کې په خپل سفارتخانې کې د ویکيلیکس د ویپاڼې بنسټ ایښودونکي جولین اسانج ته پناه ورکړي.
د اکوادور د بهرنیو چارو وزیر ریکاردو پتینو، د ملگرو ملتونو په غونډه کې وویل چې هیواد ئې چمتو دئ چې د اړیتا په صورت کې له اسانج څخه د لسو کلونو له پاره ساتنه وکړي.
جولین اسانج به نن د لندن کې د اکوادور په سفارت کې خپله سلمه ورځ تیره کړي.