ايټاليا د وچيدو په درشل کې ده؟
د جهيلونو او سيندونو د اوبو سطحه ټيټيږي، په وينس کې کښتۍ پر ځمکه پاتي دي. په ایټالیا کي له کلونو راهیسي دغه حال دی. که په پسرلي کې پوره باران ونه شي، وضعیت به نور هم خراب شي.
ټاپو ته د پښو لاره
په ایټالیا کې د ګارډا جهيل ته، تلونکي کولی شي حتی د سان بیاګیو کوچني ټاپو ته د کوچني لارې په اوږدو کې تګ راتګ وکړي، دا ځکه چې د جهيل د اوبو کچه دومره ټيټه ده چې اوس حتی د شګو ډنډونه هم جوړېږي. د ژمي وروسته له ډیرې واورې یا باران پرته ، د ايټاليا په شمال کې د کرنې، څښاک او بریښنا له پاره د اوبو پایلې خطرناکې دي.
کښتۍ پر وچه پرتې دي
دا تفریحي کښتۍ له تیر دوبي راهیسې د گاردا جهيل په وچه څنډه کې پرتې دي. اوس د ژغورنې تدابیر نیول کیږي.
واوره خو پرته له اوبو
د پو سیند د اوبو کچه لاهم د ۲۰۲۲م کال له دوبې راهیسې نه ده ښه شوې. دا د کال په دې وخت کې د نورمال په پرتله شاوخوا ۶۰سلنه لږې اوبه دي. حتی د سیند په بستر کې د واورې دا نرۍ پرده نه شي کولی بدلون پکي راولي. نو راتلونکی دوبی به احتمالا د تیر کال په پرتله ناوړه وي، کله چې د ایټالیا ډېري سیمې باید اضطراري حالت اعلان کړي.
د کانال لیږد
د وچکالۍ اغیزې د وینس اوبو بډایه کانالونو کې هم احساس کیدای شي. لوی ښار معمولا د کال په دې وخت کې د سیلابونو سره مخ کیږي.
مالگیني اوبه مخ پر ډيريدو دي
په پو سیمه کې د اوبو د ټیټې کچې له امله، د سمندر اوبه تر ځمکې لاندې اوبو ته ننوځي او د ځمکې لاندې اوبه مالګيني کوي، چې د کرهڼیزو ځمکو خړوبول ناشوني کوي. د ۲۰۲۲ م کال په دوبي کې، د ایټالیا حکومت، وچکالۍ ځپلو سیمو سره د مرستې له پاره ۳۶،۵ ميلیونه یورو ورکړي. هغه به احتمالا سږکال ورته وسیلو ته لاره اواره کړي.