ايا په چين کي يوازي د عامر خان فلمونه ښه چليږي؟ ـ انځوريز راپور
د هند د راشتريا سوامسېواک سنګ (RSS) په نوم مجلې و عامر خان ته د «د اژدها محبوب خان» لقب ورکړی دی. دا ځکه چي په چين کي د عامر خان فلمونه زيات بريالي دي. دا چي د هندي فلمونو کوم ايکټران په چين کي محبوب سوي، دلته يې وپېژنئ:
«نن شېن»
د عامر خان «درې بې عقلان»، «دنګل»، «پي کې»، او «سيکرېټ سوپر سټار» فلمونه په تيره لسيزه کي په چين کي ډير بريالي سول. د ګلوبل ټايمز په نوم چينايي مجلې ليکلي چي عامر خان ته زيات چينايان د «نن شېن» يا رب النعوع خطاب کوي. خو د «ټګس آف هندوستان» فلم په چين کي ناکام وو. ځيني چينايان عامر خان ته د «ميشو» يعني «تره» نوم هم کاروي.
ايوشمان کهورانا
په ۲۰۱۹ کال په چين کي تر ټولو بريالی هندي فلم «اندهادهن» وو چي پکښي مرکزي رول ايوشمان کهورانا تمثيل کړی وو. دغه فلم په ياد کال کي په چين کي ۴۷ ميليونو ډالره راټول کړل. ياد فلم په ۲۰۱۹م کال په چين کي د ټولو هندي فلمونو پر سر تر سره سوي تجارت نيمه برخه ګټه خپله کړه.
سلمان خان
د (RSS) مجلې ليکلي چي په داسي حال کي چي په چين کي د عامر خان فلمونه ښه چليږي، د سلمان خان په شان نورو هندي ايکټرانو فلمونه هومره بريالي نه دي. خو په ۲۰۱۸م کال د سلمان خان «بجرنګي بهائی جان» فلم، ۴۵ ميليونه ډالره ګټه وکړه.
هريتيک روشن
د هريتيک روشن «قابل» فلم په ۲۰۱۸م کال يو له برياليو هندي فلمونو څخه وو. دغه فلم په چين کي د ۵ ميليونو ډالرو په شاوخوا کي کاروبار وکړ.
عرفان خان
د «هندي ميډيم» په نوم فلم د داسي والدينو داستان بيانوي چي غواړي خپله لور په انګريزي ژبه تدريس کوونکي ښوونځي کي داخله کړي. دغه فلم په چين کي هم خورا بريالی سو او ۳۲ ميليونه ډالره يې وګټل. د فلم مرکزي کردارونه عرفان خان او پاکستانۍ ممثلي سبا قمر لوبولي ول. عرفان د ۲۰۲۰م کال په اپريل کي ومړ.
راني مُکهرجي
په چين کي کتوونکو د «هچکي» په نوم هندي فلم زياتي ستايني وکړې. دا فلم د يوې داسي ښوونکي په هکله دی چي د تورېت سندروم لري او د بې وزلو سيمو ياغي شاګردان غواړي سمي لاري ته راوبولي. د دغې ښوونکې تمثيل راني مکهرجي کړی دی. ياد فلم په چين کي ۲۱ ميليونه ډالره گټه وکړه.
اکشې کُمار
اکشې کُمار په چين کي هم ډېر زيات مينه وال لري. په تيرو دوو کلونو کي د هغه دواړه فلمونه «تويلېت ايک پرمي کهاته» او «۲،۰» خورا بريالي ول.
جيتندر
په چين کي تر ټولو محبوب کلاسيک هندي فلم «کاروان» فمل دی چي په ۱۹۷۱م کال جوړ سوی وو. په دغه فلم کي مرکزي رولونه جيتندر او آشا پاريک لوبولي ول.