اوکراین: درو بندرونو کې د غلو د صادرولو په موخه کار روان دی
۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبهاعلان
له کيف څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله، د اوکراین سمندري قواوو پر فیسبوک لیکلي چې دغه کارونه په اودیسه، چورنو مورسک او پیفدینی بندرونو کې پيل شوي دي.
منبعې زیاته کړې چې سمندري بندرونو ته د کشتيو راتلل او بیرته تلل به د کاروان په توګه چې د ېوې کشتۍ له خوا به رهبري کيږي ترسره کيږي.
د اوکراین جګړې سره په دغه هیواد کې په ميلیونو ټنه غله دانه بنده پاتې شوه. تیره اوونۍ روسېې او اوکراین د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب د دغو غله جاتو پر صادراتو یو تړون لاسلیک کړ. تمه ده چې ده چې دغه اقدام به په نړیوال بازارونو کې د خوراکي موادو د کمښت او د هغو د بېې په کنټرول کې مرسته وکړي.