اوکراین غواړي د روسیې په کورسک کې «حایله سیمه» رامنځته کړي
۱۴۰۳ مرداد ۲۹, دوشنبهد اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د معلوماتو له مخې هیواد یې له دغو عملیاتو سره غواړي د روسیې په خاوره کې دننه یوه «حایله سیمه» رامنځته کړي.
زیلنسکي په خپله ماښامنۍ ویډیوي وینا کې چې د یکشنبې (د اګست میاشتې ۱۸ نیټه) له ماښام وروسته خپره شوه، وویل چې د روسیې په کورسک سیمه کې د دغو بریدنو موخه «د یرغلګرو په قلمرو کې د حایل زون رامنځته کول دي.»
په دې ترتیب سره زیلنسکي د اوکرایني لوړپوړو چارواکو پخوانۍ څرګندونې تائید کړې.
سربیره پر دې زیلنسکي د اوکرایني سرتیرو ستاینه وکړه او پر کورسک سیمې د اوکرایني ځواکونو د حملې په اړه یې وویل: «زموږ ولس په ټولو برخو کې ستر کارونه ترسره کوي.»
د اوکراین ولسمشر یو وار بیا پر خپلو لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې اوکراین ته دې د اړینو تجهیزاتو د ورکړې بهیر ګړندی کړي.
اوکرایني ځواکونو د تمې برخلاف د اګست میاشتې پر شپږمه نیټه د روسیې پر کورسک سیمې برید وکړ.
دغه برید پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د خپل هیواد له سرحد څخه دباندې د اوکراین د پوځ تر ټولو ستر برید وو. همدارنګه دا به له دویمي نړیوالې جګړې وروسته، د روسیې پر خاوره د یوه بهرني پوځ لومړنی برید وي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز