اوکراین: تر ۹۰۰۰ زیات ولسي وګړي په جګړه کي وژل سوي دي
۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبهد اوکراین حکومت د یوه چارواکي د معلوماتو پر بنسټ، له هغه وخته چي روسيې پر دغه هیواد برید او جګړه پېل کړې تر ۹۰۰۰ ډېر عام خلک وژل سوي دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر اندري پرماک په داووس کي ویلي دي، چي ۴۵۳ کوچنیان هم په قربانیانو کي شامل دي. د هغه په خبره، هیواد يې تر ۸۰ زره ډېر جنګي جرمونه هم ثبت کړي دي، هغه زیاته کړې ده: «هر مجرم باید ځواب ووايي.»
دغه اطلاعات په خپلواک ډول تراوسه نه دي تایید سوي.
اړوند: زیلنسکي: د دغو جنګي جنایتونو غچ اخلو
د اوکراین د ولسمشر د مشاور استعفا
د اوکراین د ولسمشر مشاور الکسي آریستو ویچ وروسته له هغه له خپلي دندي لاس په سر سو، چي پر دنیپرو ښار د هوايي برید په اړه د هغه څرګندوني تر نیوکو لاندي راغلې.
په یاده سیمه کي یو روسی راکټ د ملکي خلکو پر کور وموښتی، چي ۴۱ ملکیان پکښې ووژل سول، په هغه وخت کي ده ویلي ول چي ښايي «Kh-22» راکیټ د اکراین د هوايي دفاع له سیسټم څخه توغول سوی وي.
اړوند: امریکا: مسکو پر اوکراين د حملې له پاره پلمه جوړوي
په هغه وخت کي د ده دغو څرګندونو له هري خوا توندي نیوکي راوپارولې، اوس اولکسي پر فېسبوکپاڼه د قربانیانو له کورنۍ اود دنیپرو له خلکو څخه د ناسمو توضحیاتو له امله بخښنه غوښتې ده.
دغه ۴۷کلن پر فېسبوک لیکلي دي: « غواړم، چي تاسو ته له ځانه یو متمدنه کړنه وښييم.» د ده په خبره، اوکراین اوس نه سي کولای چي د روسيې دغه ډول توغول سوي راکیټونه شنډ کړي.
یوولس میاشتي کیږي چي روسي ځواکونه په اوکراین کي موجود دي او د دغه هیواد پر وړاندي جنګیږي. اولکسي آریستوویچ د ۲۰۲۰م کال راهیسي د اوکراین په ولسمشرۍ ماڼۍ کي کار کاوه.
(Reuters,dpa) pa/af