اوکراین اروپا ته د طبیعي گازو انتقال بند کړ
۱۴۰۳ دی ۱۲, چهارشنبهلکه څنگه چي اعلان سوی وو، سر له نن (۲۰۲۵م کال د جنورۍ لومړۍ نیټې) څخه د اوکراین له لارې د روسیې د طبیعي گازو پر انتقال بندیز ولگید. د روسيې گازپروم شرکت د نوي عیسوي کال په لومړۍ ورځ خبر ورکړ، چي له هغه وروسته چې په کیف کې مشرتابه د گازو د انتقال قرارداد تمدید نه کړ، نو دغه هیواد نورد اوکراین له لارې د ګازو پمپ کولو له پاره نه قانوني او نه هم تخنیکي امکانات په لاس کي لري.
د ياد شرکت په خبره له همدې امله د اروپا پر وخت د سهار له ۶ بجو څخه د پايپلاين له لاري د ګازو پر انتقال بندیز ولگید. په دې ډول به سلواکيا له دې کرښې څخه نور د روسيې گاز په لاس رانه وړي.
د اروپايي ټولنې او ناټو غړي هیواد سلواکيا د دغه گام له امله د هغه له عواقبو څخه خبر داری ورکړی دی. کیف د دې له پاره دغه ډول پریکړه وکړه چې روسیه له نورو هغو عایداتو څخه قطع کړي چې کرملین یې په مرسته د ګاونډي هیواد پر وړاندې د تیري جګړه هم تمویلوي.
گازپروم خبر ورکړ چي د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر پر۳۰ لاسلیک سوي تړون اعتبار نن سهار پر شپږو بجو پای ته ورسید. ویل کیږي چي د دغه تړون تمدیدول په وار وار سره د اوکراین له خوا رد سوي وه.
له اوکراین سره په سرحد کي پروت هيواد سلواکيا د کیف ددغې پریکړې پر وړاندي سخت احتجاج کړی وو. د نوموړي هیواد کیڼ اړخه صدراعظم روبرت فیکو چي ورباندي د روسي پلوه تور لگول کیږي، گواښ کړی دی چي له سلواکيا څخه به اوکراین ته د برېښنا پرانتقال بندیز ولگوي.
په اصل کي باید د مالداويا جمهوریت هم د اوکراین د گازو د انتقال له بندیز څخه اغیزمن سوی وای. خو د روسیې د گازپروم شرکت مخکي لا پریکړه کړې وه چې د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت ته تحویلۍ ودروي چیرې چې اروپا پلوه او روسیه پلوه ځواکونه د ادعا سوو پورونو له امله د قدرت پرسر سیالۍ سره کوي.