اوس د نړۍ کوم هیواد څومره اټومي وسلې لري؟
د سپيري د تازه رپوټ په حواله، اوس په نړۍ کې د اټومي وسلو شمیر کم شوی دی، خو د اټومې وسلو درلودونکي هیوادونه خپل اټومي بمونه لا عصري او وژونکي کوي. دا چې کوم هیواد څومره اټومي بمونه لري، په انځوريز رپوټ کې يې ولولئ!
روسيه
د سپيرې رپوټ وايي چې اوس مهال روسيه د نړۍ په سطحه تر ټولو ډيرې يعنې ۶۳۷۵ اټومې وسلې لري. روسيې اوس مهال ۱۵۷۰ اټومې وسلې نصب کړې هم دي. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره ۱۹۴۹م کال کي اټومې آزموينه کړې وه. په ۲۰۱۵م کې روسيې ۸۰۰۰ اټومې وسلې درولودلې. سپرې دا هم ويلی دی چې روسیه او امريکا نوې او قیمتي اټومې وسلې تولیدوي.
امریکا
د سپيري په حواله، امريکا اوس مهال ۵۸۰۰ اټومې وسلې لري چې ۱۷۵۰ يې نصب کړل شوي هم دي. امريکا په لومړي ځل په ۱۹۴۵م کال کې خپله اټومي آزموينه وکړه چې يو څه موده وروسته يې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومې بمونه استعمال کړل. د ترمپ اداره اوس د اټومي وسلو پر عصری کولو کار کوي. امريکا د ۲۰۱۹م کال راهیسې د اتومي وسلو د ذخیرو په اړه د معلوماتو خپرول درولي دي.
چین
اټکل کيږي چې چين اوس مهال ۳۲۰ اټومي بمونه لري او د سيپرې رپوټ په حواله چین هم اوسمهال د خپلو اټومي وسلو سيستم پر لا عصري کولو کار کوي. چين د آسيا تر ټولو بډای هيواد دی او د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر پوځ لري. خو پوځي واقعي وړتيا په اړه يې او دا چې څومره نصب کړې اټومې وسلي لرې، معلومات نشته. چين خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په کال ۱۹۶۴ کې کړې وه.
فرانسه
د اروپا په سطحه تر ټولو ډيره اټومې وسله فرانسه لري. شمیر يې ۲۹۰ ښودل شوی دی چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ يې نصب کړل شوي دي. فرانسې په ۱۹۶۰م کال کې د اټومي وسلو جوړولو تکنالوژي ته لاسرسی پيدا کړ. سيپرې وايي چې فرانسه اوس هم تر يوه حده پورې د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات خپروي.
بريتانیا
بريتانيا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۵۲م کال کې ترسره کړه. بريټانيا چې د امریکا متحده ايالاتو نژدې دوست هیواد دی، په ۲۱۵ شمیر کې اټومې وسلې لري چې ۱۲۰ يې نصب کړل شوي دي. دغه هیواد ويلي دی چې د خپلو اټومي وسلو زیرمه يې لږ کړې او ۱۸۰ ته يې راښکته کړې ده.
پاکستان
د پاکستان د اټومي وسلو شمیر ۱۶۰ ته رسیږي. د سيپري په حواله، وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې اټومي بم جوړ کړ، دغه هیواد او هند د مختلفو اټومي وسلو تولید ته زور ورکړ. د پاکستان او هندوستان په حواله د دوی د اټومي وسلي يوازې د دفاعی مقصدونو له پاره دي. دغه دوه هیوادونه چې ښه مناسبات نه لري، د چارو کارپوهان وايي که تر منځ يې جګړه ونښلی نو په اټومي جګړه هم بدلیدلای شي.
هندوستان
هندوستان د ۱۵۰ اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په ۱۹۷۴م کال کي او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې وکړه. هند ژمنه کړې چې له چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو پر لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه کوي. پاکستان او هند د خپلو توغندیزو آزموينو په اړه معلومات خپروي، خو د اټومي وسلو په اړه يې ډير لږ معلومات خپاره کوي.
هندوستان
هندوستان تر ۱۱۰ پورې اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په کال ۱۹۷۴ او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې ترسره کړې ده. دغه هیواد ژمن دی چې چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه ترسره کوي.
اسرائیل
اسرائيل چې د ۱۹۴۸ تر ۱۹۷۳ کال پورې يې درې ځله له عربي هیوادونو سره جګړې کړې دي، د اټومي وسلو شمير يې ۹۰ ته رسیږي. اسرائيل د خپل سیاست له مخې اوس هم د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه هيڅ معلومات نه خپروي.
شمالی کوریا
شمالی کوریا له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې اټومي وسلې لرې. تیر کال د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ وليدل. تر دغې ليدنې وروسته شمالي کوريا د خپلو توغندويزو او اټومي آزموينو د درولو اعلان وکړ. که څه هم د شمالي کوريا اصلي ستونزه له سويلي کوریا سره ده، خو بیا هم لويديځ د دغه هيواد له اټومي پروګرام څخه انديښنه لري.
شمالی کوریا
د ملګرو ملتونو له خوا پر لګول شوو تحریمونو سربیره، شمالي کوريا په ۲۰۰۶م کال کې د اټومي وسلو یوه آزموینه ترسره کړې وه.