اوباما پر ترمپ له نیوکې سره ټاکنیز کمپائن پيل کړ
۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبهبارک اوباما د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۷) د ایلینوي په پوهنتون کې وویل اراده یې درلوده چې د پخوانیو ولسمشرانو په څیر له ورځني سیاست څخه ځان لرې وساتم، خو اوس دا کار اړين بولم.
څو ورځې مخکې د اوباما دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې هغه به د سپټمبر میاشتې له اتمې نیټې څخه د استازو او سنا په مجلسونو کې د دیموکراتانو د ګوند د نوماندانو د ملاتړ له پاره کمپائن پیل کړي.
اوباما د ایلینوي ایالت محصلينو ته د سپينې ماڼۍ وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې حتی هغه کسان چې له ده سره د مخالف نظر لري هم باید اوسني وضعیت ته اندیښمن اوسي او حکومت ته د «اخلاق او قانونمندۍ» د بیرته راګرځولو په لاره کې کوښښ وکړي.
په دې وروستیو کې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د «زه د دونالډ ترمپ په حکومت کې د مقاومت یوه برخه یم» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره شوې ده چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
د دې مقالې لیکوال چې نوم یې پټ ساتل شوی دی ادعا کړې ده چې د سپینې ماڼۍ یو له کارمندانو او د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې هڅه کوي د ترمپ د زیان رسونکو تیروتنو په مقابل کې د امریکا متحده ایالاتو ساتنه وکړي.
اوباما له محصلينو څخه وغوښتل چې د نومبر په میاشت کې دې د رای ورکونې صندقونو ته لاړ شي. هغه هیله څرګنده کړه چې له دې کار سره به د هغو کسانو نظر بدل شي چې د ترمپ د حکومت د دوه کلنې دورې څخه مایوسه شوي دي او فکر کوي چې په ټاکنو کې ګډون کومه ګټه نه لري.
نوموړي په کنایه کې د ترمپ تويتري پيغامونو ته اشاره وکړه او محصلينو ته یې وویل چې د تويتري پيغامو د بیا خپریدو څخه باید تاسې لا زیات کار وکړئ او د رای ورکونې صندوقونو ته لاړ شئ.
د دیموکراتانو له نوماندانو څخه د اوباما ملاتړ
د امریکا د استازو د مجلس په ټاکنیز کمپاين کې د ۲۳ چوکیو پر سر سیالي ده، چې د دیموکراتانو د نوماندانو له احتمالي بریا سره به د واکمن جمهوريت غوښتونکي ګوند سلطې ته خاتمه ورکړل شي.
د اوباما د دفتر د اعلان په اساس اوباما د د سپټمبر په اتمه د کالیفورنیا له سویلي ایالت څخه خپل ټاکنیز کمپائن پیلوي. په دې ایالت کې د دیموکراتانو ګوند ۷ نوماندان لري.
بارک اوباما د تیر کال په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته د دونالد ترمپ د راتګ سره سم د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو دود ته ژمن پاتې شوی وو او د حکومت د سیاستونو په اړه یې ډیرې کمې خبرې کړي دي. د دې برخلاف ترمپ بیا په وار وار سره پر هغه او د هغه د پخواني حکومت پر سیاست نیوکې کړي دي.
ترمپ د ایلینوي په پوهنتون کې د اوباما تر وینا لږ وروسته د هغه خبرې سستې (کسل کونکې) وبللې او ويې ویل چې د اوباما د خبرو اوریدو پر مهال خوب وړی وو.
یو شمیر شنونکي په دې باور دي چې د ایلینوي، کالیفورنیا، اوهایو او پنسلوانیا په څیر ایالتونو ته د اوباما ټاکنیز سفرونه به د دیموکراتانو د بریالیتوب چانس زیات کړي. اوباما په دوو ټاکنو (۲۰۰۸ او ۲۰۱۲م ) کلونو په ټاکنو کې په دغو ایالتونو کې ډیرې رايې ترلاسه کړې وې.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: