اوباما، میرکل امریکا ته دعوت کړه
۱۳۹۲ دی ۱۹, پنجشنبهد آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل، ویاند ویلي دي چې هغې د اوباما دغه بلنه منلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، اوس له خپلو مشاورینو سره د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت استخباراتي ادارې NSA د اصلاح کولو په اړه مشورې کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې، په دې اړه له معلومات ورکولو څخه ډډه کړې ده چې ایا د اوباما او میرکل په تلیفوني خبرو کې د آلمانۍ صدراعظمې د تلیفوني اړیکو د څارنې په اړه هم خبرې شوې دي او که نه. اوباما او میرکل د چهارشنبې په ورځ له یو بل سره د تلیفون پر کرښه خبرې دي.
کارني ویلي دي: «زه فکر کوم چې ولسمشر صدراعظمې میرکل ته د هغې د ژوبلیدو له کبله تلیفون کړی وو.» میرکل تر دې مخکې د رخصتیو پر مهال د سکي کولو په حال کې لویدلې او ژوبله شوې وه.
پر دې سربیره اوباما له میرکل سره د خبرو پر مهال هغې ته د نوې کابینې د ټاکلو له کبله مبارکي ویلي ده. په دې ترتیب سره د میرکل او اوباما په راتلونکې لیدنه کې به دواړه مشران د ۲۰۱۴ کاله له پاره پر یوه پلان او همداراز د یوه سوداگریز تړون په اړه خبرې وکړي.
د اعتماد ماتیدل
تیر کال د امریکايي استخباراتي ادارو له خوا د میرکل د تلیفونونو څارنې، دغه آلمانۍ سیاستواله تر یوه حده پورې په غوسه کړه. هغې له همدې کبله اوباما ته ویلي وو چې دغه موضوع کیدای شي د امریکا او آلمان تر منځ د اعتماد فضا له منځه یوسي.
واشنگټن هیڅ کله هم دغه خبره په رسمي ډول نه ده منلې چې استخباراتي ادارو یې پر نړیوالو مشرانو باندې څارنه کړې ده. دغه موضوع د امریکا د ملي امنیت استخباراتي سازمان NSA د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، له خوا د بربنډو شویو اسناد له مخې ویل شوې ده.
که څه هم د میرکل ویاند ویلي دي چې هغې د اوباما بلنه منلې ده خو لا تراوسه پورې د دغه سفر نیټه نه ده روښانه شوې.