اوباما: ترمپ په خپله دنده کي پاته راغلی
۱۳۹۹ مرداد ۳۰, پنجشنبهکامالا هاريس غواړي د امريکا د ولسمشر مرستياله سي. اوس هغه د خپل ګوند له خوا په رسمي ډول ټاکل سوې ده. هغې د خپل نومول کيدو پر وخت وينا کي پر ولسمشر ترمپ باندي سخته لفظي حمله وکړه. هغې ترمپ په ناکامه مشرتابه باندي تورن کړ.
هاريس وويل دا کار د ژوندانه او هستۍ په بيه تمام سو. نوموړي ۵۵ کلني د خپلو خبرو په ادامه وويل چي ترمپ زموږ له غمجن ژوند څخه د سياسي وسيلې په توګه استفاده کوي. هغې د «هيله مندۍ او يووالي» تر شعار لاندي د ولسمشرۍ د کانديد جو بايدن له پاره اعلانونه وکړل.
اوباما د ترمپ له خوا بې شميره لفظي بريدونو سربيره تر اوسه هڅه کوله چي له انتقادونو څخه ډډه وکړي. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشران معمولاً پر خپلو ځای ناستو باندي شديد انتقادونه نه کوي. خو د ديموکراټانو د هڅو يوه برخه داده چي د جمهوريت غوښتونکو د بيا انتخابيدو مخه ونيول سي.
«ستونزمن عواقب»
اوباما پر ترمپ باندي د ناکامۍ تور لګوي. هغه د ويډيو له لاري ګوندي استازو ته وويل: «ترمپ خپله وظيفه په ښه ډول سرته نه ده رسولې دا ځکه چي هغه يې نه سي کولای. او په دنده کي د هغه د پاته راتللو عواقب ډير ستونزمن دي. د ولسمشر په حيث د هغه پاتيدل د ديموکراسۍ له پاره يو خطر دی.»
اوباما وويل: «ما هيله درلوده چي دونالد ترمپ به خپله وظيفه جدي ونيسي او دهغې مسئوليت ومني.»
اوباما پر ترمپ باندي همدارنګه انتقاد وکړ چي د کرونا پانديمي پر وخت په امريکا متحده ايالاتو کي ۱۷۰ زره کسان مړه سول، په ميليونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړل، د امريکا حيثيت ته په بين المللي سطحه زيان ورسيد او «زموږ ديموکراتيک بنسټونه دومره سخت تر ګواښ لاندي راغلل چي تر اوسه يې ساري نه درلود. ترمپ له خپل مقام څخه د يوې ټلويزيوني نندارې په توګه استفاده کوي، تر څو د خلکو هغه پام ځانته راواړوي چي دي ورته تږی دی».
جو بايدن به خپل د کانديدو وينا د پنجشنبې په ورځ د ګوند د څلور ورځنۍ کنګرې په آخره کي وکړي. په ټولپوښتنو کي دغه ۷۷ کلن اوس تر خپل سيال ترمپ مخکي دی. که ديموکراټان غواړي ترمپ له سپيني ماڼۍ څخه وباسي نو بايد ډير رايه ورکوونکي ځانته راجذب کړي، په خاص ډول په مهمو کليدي ايالتونو کي.
زموږ له آرشیف څخه: