انگليستان هم په پنالټيو کي يو پر څلورم فاينل ته بريالی سو
انگليستان هم د ۲۰۱۸م کال فوټبال د نړيوال جام سياليو په يو پر اتم فاينل کي په پنالټيو سره کولمبیا مات او يو پر څلورم فاينل ته بريالی سو.
انگليستان او کلومبيا د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام سياليو په يو پر اتم فاينل کي د سه شنبې په ورځ يو د بل پروړاندي ميدان ته راووتل. کلومبیا په ژړ او انگليستان په سره لباس کي.
په مسکو کي د دغي لوبي نندارې ته ۴۴ زره نندارچيان په لوبغالي کي راټول سوي ول. د دوی ډيری د مينه وال د انگليستان ول.
انگليستان د لوبي په لومړۍ نيمايي کي زيات کوښښ وکړ چي د کولمبيا لوبډلي دفاع ماته و گول ولگوي خو بريالي نه سول.
انگليستان چي د لوبي له پيله تر کولمبيا پر لوبه باندي لاس بری ښکارېد، د لوبي په دوهمه نيمايي کي وتوانېد چي گول ولگوي. دا گول يوه پنالټي وه.
تر گول وهلو وروسته د انگليستان لوبډلي خوشالي.
د لوبي دوهمه نيمايي داسي وه چي په هرو دوو دقيقو کي لوبه درول کېده.
خو کولمبيا د لوبي په وروستيو شېبو کي د انگليستان پر گول حملو ته زور ورکړ. او په يوه کارنر سره وتوانېدل چي گول هم ولگوي او لوبه يو پر يو مساوي کړي. په دې سره نو لوبه له قانوني وخته اضافي وخت ته وغځېدله.
د کولمبيا لومړي مينا (۱۳شمېره) تر گول وهلو وروسته خوشالي.
د لوبي په اضافي وخت کي چي ۳۰ دقيقې وي، نندارچيانو سخته توده لوبه وليدله. دواړو لوبډلي د گول وهلو چانسونه لرله، خو په گول لگولو و نه توانېدل. او لوبه پنالټيو ته وغځېده.
د انگليستان لومړۍ پينالټي د کولمبيا گولکيپر داويد اوسپينا راوگرځوله او د خپلي لوبډلي ملا يې ور وتړله.
خو د کولمبيا لوبغاړي و نه توانېده چي له دې چانسه گټه واخلي او دوې پنالټۍ ئې گول نه کړای سوې.
دا د انگليستان په تاريخ کي لومړی وار دی چي په يوه نړيوال جام کي په پنالټيو کي لوبه گټي. اوس نو انگليستان د فوټبال نړيوال جام سياليو په يو پر څلورم فاينل کي له سويډن سره لوبه وکړي.